کور پانه / ادب / مالګې په مرسته د سرطان درملنه

مالګې په مرسته د سرطان درملنه

په دې ورستیو کلونو کې د سرطان ناروغۍ درملنې لپاره له بېلابېلو لارو څخه کار اخستل کیږي. چې ډیری یې د دې ترڅنګ چې ګټور دي سالمو حجرو ته زهرجن هم تمامیدلی شي. څیړونکي تل په دې هڅه کې دي چې داسې لارې پیدا کړي چې ګټې یې ډیرې او زیانونه یې لږ وي.

په دغه برخه کې د جورجیا پوهنتون څیړونکو د سرطاني حجرو لمنځه وړلو لپاره د نانوذرات سودیم کلوراید څخه کار واخیسته. سودیم کلوراید د بدن لپاره حیاتي دي خو که چیرته په بی ځایه ځای کې ذخیره شي نو دحجرو لمنځه تللو سبب ګرځي.

د سودیم او کلوراید ایونونو ترمنځ بیرون او د پوتاشیم په دخل کې تعادل رامنځته کول کولای شي د بيلابېلو پروسو رامنځته کیدلو لامل کیږي، چی د دې پروسو څخه یوه د هومئوستازیس ده چې د ثابتو او دوامداره شرایطو په مانا ده. حجرې له دغې پروسې څخه د داخلي ثبات لپاره کار اخلي.

پایلې ښایي د حجرو غشا د نانوذرات سودیم کلوراید نه شي تشخیصولی چې د سودیم کلوراید نانوذراتو حجری ته دننه کولو په مرسته  کولای شو حجروته ایونونه داخل کړو او د سرطاني حجرو وده کې پرته له کومه زیانه ۵۵ سلنه کموالی راولو. د دغو څیړنو لومړنۍ ازمایښت په مږکانو کې بریالی ښودل شوی ده، پایلې ښایي د درملنې دغه روش د مثانې ، ځیګر، سر او غاړې سرطانونو درملنې ته ګټوره ده.

د دغو څیړنو پایلې په Advanced Materials مجله کې خپاره شوي دي.

. موسی وياند

دا هم ولولئ

د خوږې بورې ترخه زیانونه!

بوره د خوړو یو ډول دی چې له ګنیو ترلاسه کېږي، د ګنیو تر څنګ …