ماشومان مو د کور تنکي ګلان دي، چې د کور د نورو غړو پاملرنې او روزنې ته اړتیا لري. لکه څنګه چې یو باغوان د خپلې باغچې ساتنه او په وخت سره ورته اوبه لږونه او نور اړین کارونه یی د ښي ودې لپاره کوي دا شان زموږ ماشومان هم روزنې او پاملرنې ته اړتیا لري.
دا لس ټکي مو د ماشومانو په روزنه کې مثبت او اغیزناک رول لوبولی شي.
1- لومړی ډالۍ انجلۍ ته ورکړﺉ
2- خپلو ماشومانو سره مو لوبې وکړﺉ.
3- په سلام اچولو سره مو ماشومانو ته درنښت ورکړﺉ.
4- خپل ماشومان مو ښکل کړﺉ، په هر ځل ښکله ولو سره به مو جنت کې درجات اوچت شي.
5- ماشومانو باندي مو ډیر امرونه (وکړه، یا مه یی کوه)
مه کوﺉ، ترڅو زړورتيا پیدا کړي، او په ځوانې کې ستاسو نافرمانه نشئ.
6- ماشومان مو د ژړا په وخت کې مه وهئ، ځکه د دوي دا ژړا د الله (ﷻ) په وحدانیت ګواهي د محمد (ﷺ) په رسالت ګواهي او د مور او پلار لپاره د دوعا سبب ګرځي.
7- هغه ژمنې چې خپلو ماشومانو سره کوي وفا وکړﺉ.
8- د خپل ماشومانو کې مو د لمانځه لیوالتیا او مینه پیدا کړﺉ.
9- خپل ماشومان مو مه رټي.
10- خپل ماشومانو ته مو دوعا وکړﺉ، په ځانګړې توګه پلرونه.
ژباړه او زیاتونه: عمر احمدزی
پلخمری، بغلان