کور پانه / ادب / روغتیا / د ماشومانو د ښیې اشتها لپاره ځینې اړینې سپارښتنې

د ماشومانو د ښیې اشتها لپاره ځینې اړینې سپارښتنې

د تغذیې او رژيم متخصص ډایټېسټ هاووا کلاشین ویلي دي، چې باید خپلو ماشومانو ته مو د ورځې په اوږدو کې په کافي اندازه خواړه ورکړئ. ځکه چې د هغوی د معدې ظرفیت محدود دی.

کلاشین په خپلو خبرو کې څرګنده کړې ده، که چیرې تاسې په دوامداره توګه خپلو ماشومانو ته خواړه ورکړئ او غير منظم خواړو ته همداسې دوام ورکړئ، نو دا چاره به مو پر ماشومانو باندې منفې اغېزه وکړي او له ذهنې ودې، زده کړې او وړتیاوو څخه به یې بې برخې کړې.

متخصص کلاشین ویلي دي، چې ماشومان هم د لویانو په څېر ورته تغذیه ته اړتیا لري. په ماشومانو کې د اړتیا وړ مغذي مواد لږ دي. کلاشین د ماشومانو والدینو ته سپارښتنه کړې ده چې دوی باید د خپلو اولادونو لپاره د خواړو منظم لیست ولري.

متخصص کلاشین ویلي دي:

ماشومان باید د خواړو منظم مهالویش ولري. او پر هماغه ټاکلې وخت باید خپل خواړه وخوري. ماشومانو ته باید په ورځ کې پنځه یا شپږ ځله خواړه ورکړل شي. ځکه چې دوی د معدې محدودیت لري. باید والدین د خپلو ماشومانو لپاره د بسته شوي خواړو ورکولو څخه ډډه وکړي لومړیتوب باید تازه او لوړ تغذیه شوي خواړو ته ورکړل شي.

ماشومانو ته باید داسې خواړه چمتو شي چې نه ډېر مالګېن شوي او نه هم ډېر مساله شوي وي همدغه راز په خواړو کې یې هم باید ډېر غوړ نه وي.

ډایټېسټ هاووا کلاشین د ماشومانو والدینو ته سپارښتنه وکړه، چې خپل ماشومان باید ټولنېز فعالیتونو ته وهڅوي، باید دا ور زده کړي چې کورنۍ سره باید په خواړو چمتو کولو کې مرسته وکړي او ډیری وخت باید پرې میوې او سبزیجات ومینځل شي. ماشوم ته باید فرصت ورکړل شي چې خپله پخلی وکړي.

که چیرې تاسو مو د خپلو ماشومانو لپاره د خواړو مهالویش نه وي، چمتو کړی نو همدا اوس ورته د خواړو مهالویش چمتو کړئ او هغه خواړه ورته برابر کړئ کوم چې نه ډېر مالګېن وي، نه ډېر مساله دار او نه هم ډېر غوړ ولري. دا ډول خواړه کولی شي چې ستاسو د ماشومانو پر ذهن او سالم پرمختګ کې رغنده رول ولوبوې.

د پورته سپارښتنو په عملي کولو سره به ستاسو ماشومان ښه روغتیا ولري، او د ذهن پیاوړتیا به یې هم خورا ښه وي چې پر بنسټ به یې د ښوونځي درسونه ښه زده شي.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

دغه کسان دې پیاز نه خوري!

که څه هم پیاز د زړه ناروغیو په مخنیوي کې بنسټېز رول لري خو د …