کور پانه / عمومي مالومات / د ماستو موره کولو نوې او زړه طریقه

د ماستو موره کولو نوې او زړه طریقه

تاسو خبر یاست چې د ماستو موره کولو لپاره خلک لومړی شودې تودې کړي او بیا دغو تړمو شودو ته موره (تومنه) که هغه تروې وي او که ماستې وراچوي او د لوښي سر تود پټوي هغه څکه چې دغه مهال د ماستو د موره کېدا لپاره ۱۰۴ درجو تودوخې ته اړتیا وي. کله چې د ماستو د لوښي سر پټ کړل شي نو کم تر کمه  پینځه یا  شپږ ساعته وروسته موره شي.

د ماستو موره کولو  ډېرې طریقې دي لکه ځینې خلک د تومنې  (مورې) لپاره د ماستو یا شړمبو پر ځای بل کوم تریو شی ور اچوي لکه امچور، املي، انار دانه او داسې نور او مستې موره کوي. خو نن سبا ماستې په ښارونو او پر مختلفو هېوادونو کې زموږ د دود پر خلاف په نورو طریقو موره کوي.

د بېلګې په ډول:

لومړی شودې تودوي او بیا په کې یو څو څاڅکي «سلفیورک ایسېډ» ( د سلفرو تېزاب) اچوي او ماستې سملاسي پرنډ او موره شي.

بله طریقه چې فوري ماستې موره کوي هغه دا چې د ماستو لوښي ته چې کله تودې ور واړوي نو لږ څه «ټارټېرک ایسېډ» هم ور اچوي چې ماستې سملاسي موره کېږي. دا ددې  لپاره  چې که دوکان ته  ماستې پېرونکی راغلی وي چې هغه تش ستون نه شي او یا يې له بل دوکان څخه و نه پېري ( وانخلي) او په دغه طریقه د پینځو شپږو ساعتو پر ځای په  لږه شېبه کې موره شي.

خو په پورتنیو طریقو سربېره په پرمختلفو هېوادونو کې ماستې په یو نوې او ساینټفک طریقه  موره کوي. هغه دا  چې هغوی د ماستو هغه جراثیم چې د شودو شکریه مواد په تریو واله بدلوي له ماستو څخه را جلا کوي د مشینونو په مرسته يې پالنه کوي او د اړتیا پر مهال همدغه جراثیم شودو ته ور اچوي او ماستې لاسته  راوړي.

. موسی وياند

دا هم ولولئ

د وزن ډېرولو اسانه او طبیعي لار

که د ډنګرتیا احساس کوئ او د خپل وزن ډېریدو په اړه فکر کوئ، د …