کور پانه / ادب / روغتیا / د مار په زهرو د سرطان درملنه

د مار په زهرو د سرطان درملنه

د کلرودا پوهنتون پوهان په دې باور دي چې د زهر لرونکو مارانو زهر کولای شي د سرطان بېلابېلو بڼو لپاره درمان ووسي.

«سي‌بي‌اس» انلاین رسنۍ راپورونو پر بنسټ ښایي چې د مارانو په بېلابېل ډولونو کې د زهرو شتون کولای شي په ځانګړو کړنلارو سره پر سرطاني حجرو برید وکړي.

د دغې څېړنې ترسره کولو لپاره، د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د مارانو سلګونه بېلابېل ډولونه د کلرودا پوهنتون په یوې امنې خونه کې راټول کړل شول تر څو څیړونکي ورته لاس رسی ولري. له زنګي مارانو نیولې تر افعي مارانو پورې څېړونکو د ټولو زهر وویستل او په هغه کې شته پروټینونه یې تر مطالعې لاندې ونیول.

د کلرودا پوهنتون استاد «استفان مکسی» (Stephen Mackessy)وایي، د مار په زهرو کې شته ترکیبونه د نورو حیواناتو وژلو او د ژوندیو سیستمونو تکامل لمنځه وړلو لپاره دي. نو دا یو منتقي خبره ده چې باید درملنه پکې ولټوو.

د ۵۰مې زیږدیزې لسیزې را په دېخوا تر اوسه پورې د مار زهر میلیونونو کسانو ته د وېنې لوړ فشار درملنې لپاره ورکړل شوي دي. په هر حال دا لومړنۍ څېړنه ده چې د زهرو ترکیبونو ونډه د سرطاني ناروغیو په درملنه کې ښایي.

« تنر هاروي» چې په ځانګړي ډول یې پر افعي زهرو څېړنې ترسره کړي وایي، هر زهر پر بېلابېلو سرطاني ناروغیوکې کې خپل ځانګړي اثر لري دې بېلګې په ډول د افعي مار زهر د سینو او لویو کلمو سرطان درملنه کوي خو د ملانوما ( د پوټکي سرطان تر ټولو بد ډول) درملنه نشي کولای چې دې سرطان لپاره بیا نور زهر کارول کیږي.

د زهر په کارولو سره د سرطان له مینځه وړل ستونزمن نه دي. هغه ننګونه چې ټیم ورسره مخ دی دا مشخص کول دي چې د کوم زهر مرکبات کولای شي د نورو درملو سره یوځای شي ترڅو د سرطان حجرې په مؤثره توګه ووژني پداسې حال کې چې سالمو حجرو ته کوم زیان ونه رسیږي.

دا مطالعه لاهم په لومړنیو مرحلو کې ده. کله چې ټیم یو حتمي ځواب ته رسي چې پدې اړه چې کوم زهرجن مرکبات د سرطان سره مبارزه کې خوندي دي ، څیړنه به کلینیکي آزموینې ته ننوځي.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

امیندوارې ښځې دې کچالو نه خوري؛ ځکه چې…

 یو علمي څیړنه وايي: کچالو دحامله ښځو شکر ناروغي زیاتوي، پوهانو دلسو کلونو لپاره د۱۵۰۰۰ …