کور پانه / ادب / روغتیا / د فشار ناروغي او درملنه یې

د فشار ناروغي او درملنه یې


High Blood Pressure or Arterial Hypertension دوينې لوړ فشار، هغه ناروغي ده چې په سلګونو ميليونونړېوال پرې اخته دي. که په دې مرض اخته وګړي، تداوۍ يا درملنې ته اړ شي، معمولا، د ژوند تر پايه بايد خپله دوايي، هرو ورځ په منظم ډول وخوري.

د ويني لوړ فشار،يا بهتره ونومول شي د شريانونو لوړ فشار، د زړه، دماغ، بډوډي ،سترګو، پښو او د بدن ټولو غړو ته ضرر اوصدمه رسولی شي.

د فشار ناروغي، د شکرې د ناروغۍ، سګرټ څکولو، د ويني د غوړ د زياتولي او ورته نورو حالاتو پشان، د زړه يا قلب د سکتې او بيکفايتې، دغه راز د دماغ يا ماغزو دسکتئ چې نتيجه ئي فلج دی، د بډوډو د بيکفايتۍ، د ړنديدو يا دسترګو د ليد د کمزورتيا،د پښو ددرد او حتی قطع کولو،دجنسي فعاليت دضعف او ورته ناروغيو په رامنځ ته کېدو کې ستر نقش يا رول لوبوي. پدې ناروغئ اخته وګړي، معمولا کوم خاص شکايت نلري،او نتيجتا،دې ناروغئ نه بې خبره وي. په همدې وجه، نوموړي ناروغان،داسې فکر کوي چې دوي درملنې ته اړ تيا هم نلري.نتيجه داشي چې ناروغ خپله دوائي پخپل سر قطع او دخپلې روغتيا سره لوبې کوي. دويني فشار څنګه اندازه کېږي؟ د وینی فشار د سیمابو دعمودي ستنې، په ملي متر mmHg سره اندازه کیږي.

کله چې فشار کتل کیږي، دوې شمیری ثبت شي. د بیلګې په توګه، ١../١٨. داسی لوستل کیږي :١٨. پر ١.. دلته ١٨. شمیری ته سیستولیک يا Systolic فشار ویل کیږي. معني:دا هغه فشار دی چې شریانونو ته، زړه وينه پمپ کوي. دويمه ثبت کړی شوې شمیری ته دیاستولیک يا Diastolic فشار ویل کیږي.

دا هغه فشار دی چې په شریانونو کې د زړه د استراحت په وخت کې منځته راځي.دزړه د استراحت نه مطلب دا چې دزړه جوفونه،دبدن نه دوريدونو له لارې وينه تر لاسه کوي.

د وینی نارمل يا لوړ فشار؟ دفشار د درجې زياتوالی دمختلفو نورو نارغيو دې شتون يا نه شتون په وجه تعبير او تفصير کيدی شي. که يو شخص بله هيڅ ډول ناروعې ونلري خو دنوموړي شخص دوینی فشار په پر له پسی توګه هر ځل تر٩./١٤. زیات ثبت شي، نو ویل کیږي چې د وینی فشارئي لوړ دی. دې وينې دفشار ډولونه یواځی سیستولیک فشار لوړ شي مثلا ٨./١٨. یوازی دیاستولیک فشار لوړ شي، مثلا ١١./١٣٥ یا داچې دواړه يعنې سیستولیک او دیاستولیکل فشارلوړ وي مثلا ١١٥/١٩.روستيو څېړنو جوته کړی ده چې دځوانانو لپاره دواړه، سيستوليک او دياستوليک مهم دي،خو تر ٥. کلنئ روسته سيستوليک فشار عمدتا د توجه وړ او مهم ګڼل کيږي.

د پاملرنې وړ دی چې نارمل فشار د مختلفو نارغيو په وجه په بل ډول تفسير او تعبير کيږي.مثلا د شکرې په ناروغئ اخته وګړي ته لازمه ده چې دويني فشار یې ٧./١٢٥ اوتر هغه نږد ي کته وساتل شي. د فشار اله د فشار د ازموينې سيمابي اله تر ټولو ښه ده. برقي الات ژر خرابېږي، خواستعمال یې اسانه اوبسيط دی. چاغ او دې غټ بازو لرونکي ناروغان،غټ بازوبند ته اړتيالري. ښې ياچپ بازو؟ که فشار لوړ وي، فشار بايد په دواړه بازوګانو کې وکتل شي.

هريو چې تر بله لوړ وي،په راتلونکې کې کتل کيږي. اسباب ددې ناروغۍ سبب اکثر نامعلوم وي،کيدی شي جنتيک فکتورونه ولري. دا ډول لوړ فشار داساسي لوړ فشار يا Essential Hypertension په نامه ياديړي. يوازې په سلو کې ٥ ناروغان،دې يوې بلې ناروغئ،لکه دبډوډي يا هورموني او ورته ناروغيو په وجه دويني لوړ فشار لرلی شي،دې ډول ته ثانوي يا Secondary Hypertension ويل کيږي چې ګڼ شمير ئي ځوانان وي.

ځينې وخت د حاملګۍ په دوره ،خاصتا لومړي حمل کې د وينې فشار لوړ شي چې مور او ماشوم ته خطرناکه دی. ! دځيني خلکو د وينې فشار د ډاکتر دليدو سره لوړ ځي د وينې فشار د تمرين يا ورزش ، د الکولي مشروباتو، قهوه، سګرت، بيخوبۍ، روحي فشار، قهر اوغسه او نورو عواملو په وجه لوړېدی شي. نولازمه ده چې د ويني فشار دفزيکي او ررواني لحاظه په يو مناسب او ارام فرصت کی اندازه کړی شي.

درملنه

هغه وګړي چې چاغ دي بايد خپل وزن کم کړي. ورزش،دسګرټو نه څکول،دالکولي مشروباتو په څښلو کې احتياط او دې غسې او سترس نه ډډه مهم شمېرل کيږي.

په خوړو که مالګه مه اچوئ، ځکه چې د انسان د ضرورت وړ مالګه په خوراکي موادو کې په پراخه پېمانه شته. له خپل ډاکتر سره منظمې اړېکې ولرئ څو ستاسو د فشار نه علاوه، نور امراض چې دې لوړ فشار سره معمولا ملګرتيا کوي ،هم تشخيض او تداوي شي.

د طبابت په بازار کې د وينې د فشار د درملنې لپاره په لسګونو ډوله دواګانې شته. ستاسو ډاکتر به ستاسو دعمومي روغتيائي حالت په څېړلو سره تاسې ته لازمه مشوره او نسخه درکړي.پدې ناروغئ اخته وګړي،اکثرا يو ،دوه،درې اويا ګڼ شمېر دواګانو ته اړ وي.ستاسو ډاکتر به کله ناکله دستاسو دفشار او صحي حالت پربنسټ،ستاسو مجوزه دواګانو ته تغير ورکړي،خو پياد ساتۍ چې که تاسو په رښتيا سره دويني دفشار د راټيټولو لپاره دوا دارو ته اړتيا لرئ،نو درملنه مو تقريبا همېشنئ ده،هيڅکله هم خپل درملنه پخپل سرمه قطع کوئ.

. موسی وياند

دا هم ولولئ

د ګازرو خوړلو لس په زړه پورې ګټې

که د خوراک خبره وشي نو موږ هر یو به د خپل  زړه د خوښې …