کور پانه / ادب / روغتیا / د غوايي غوښې له ګټو او زیانو خبر شئ

د غوايي غوښې له ګټو او زیانو خبر شئ

د غوايي د غوښې په اړه  پوهان سره اختلاف لري، ځينې وايي چې لمده ګرمه ده او ځينو بيا لکه د ویدي (ويدک) طبيبانو چې ورته نغوته کړې خشکه ګرمه يې ښودلې ده.

په هر حال د همدغه طبيبانو له قوله د غوايی غوښه سودايی ناروغۍ، د وينې خرابوالی، د کولمو غوټې او په مغزو کې زهرجنيت پيدا کوي.

او ويلي يې دي چې ژر نه هضمېږي، قبضیت پيدا کوي، نرمه او خرابه وينه زياتوي او په عرق النساء کې يې زيانمنه ګڼلې. خو نه! داسې هم نه ده،  په پښتو کې متل دی وايي: « هر سړی خپل ځان ته ترخز وهي».

دغه پورتنۍ خبرې زياتره د هندي اطباوو دي او هندوان د خپل مذهب پر اساس د غوايي غوښه نه خوري نوځکه يې دا سې را پېژندلې چې بېخي يې زموږ له خوړنې څخه اېستلې. دا منو چې دغوايي غوښه باد ګېره ده،  ژر نه هضمېږي او د زياتې خوړنې او يا  د زاړه  څاروي د غوښې له خوړنې څخه نسخوږی هم را مېنځته کېږي.

 خو د ځوان غويي يا خوسندر غوښه ډېره ګټوره ده، بدن ته قوت وربښي، وينه زیاتوي، کمزوري له مېنځه وړي، بدن غټوي او قوت باه زياتوي. خو د مېښې د غوښې په اړه  دومره ويلای شو چې له ګټورتیا سره، سره زياته ګرمه او بادګېره ده، د ګرم طبعتو لپاره زيانمنه ده.

ژباړه: محمد سلیمان

. موسی وياند

دا هم ولولئ

د شودو یا پېټه کدو ګټې؛ زړه ته قوت او خوښي هم ورکوي

د شودو کدو چې د هندوانې برابر غټېږي او د طبیعت له پلوه یخ او …