کور پانه / ادب / روغتیا / د غریبانو مڼو ( ګازرو) له دغو حیرانونکو ګټو خبر یاست

د غریبانو مڼو ( ګازرو) له دغو حیرانونکو ګټو خبر یاست

زمونږدګران هېواد په ډېرو سيموکې کرل کېږي همدا لامل دی چې غټ اوکوچنيان يې له ډېر پخوا څخه پېژني. خو دا بايد هم وپېژنو چې څه ډول خاصیت لري په دې ا‌ړه روغتیا پالان په دوه خولې دي:

ځيني وابي ګازرې لومړۍ او څیني ویي دوېیمه درجه لمده ګرمه ترکاریو په ډله کې راځي، له څنګه چې ګازرې ډېرې ګټورې دي نو له همدې امله ورته د غريبانو مڼې ويل کېږي هغه ځکه چې يو خوا ته يې بيه کمه ده او بل خوا ته ګټه زياته لري.

د بېلګې په ډول ګازرې ، نظر تېزې، وينه پيدا کوي، بدن پياوړی کوي، د متيازو سوی، قبض، د زړه درزا، ژېړی، د وينې خرابوالی او بلغمي ناروغۍ له مېنځه وړي.

د دې ترڅنګ د ګازرو حلوا او د مخصوصه ناروغيومخنيوی کوي مني ټينګوي او دمثانې تيږې وباسي له نویو څېړنوڅخه څرګنده شوې چې ګازرې د اې، بي او سي ويټامينونه هم لري په تېره بيا تورې ګازرې سي ويټامين ډېر زيات لري سربېره پر دې پولاد، کلسېم، فاسفورسو شکره، کاربوهايډرېټ، پروټين، اوبه، غوړ او معدني مالګې هم لري.

همدا راز روغتیا پالانو په وینا ګازرې د ژر زړښت څخه مخنوی کوي، او په نارینه وو کې د سپرم جوړولو او د جنسي رغبت وړتیا زیاتوي او له کمزورۍ یې ژغوري.

که غواړي کور کې مو واړه او زاړه ټول د سالمې روغتیا لرونکي وي نو د ګازور جوس چې اوس وخت کې د سهولتونو پراتلو سره ډېر په سانۍ سره په کورنو کې هم ورته لاس رسئ کېږي ورکړئ تر څو خپله غاړه موخلاصه او مسولیت مو ادا کړی وي.

ژباړه: محمد سلیمان

. موسی وياند

دا هم ولولئ

د فشار ناروغي او درملنه یې

High Blood Pressure or Arterial Hypertension دوينې لوړ فشار، هغه ناروغي ده چې په سلګونو …