کور پانه / ادب / روغتیا / د غاښونو سپینولو ترټولو اسانه کورنۍ درملنه

د غاښونو سپینولو ترټولو اسانه کورنۍ درملنه


که غاښونه مو دایمۍ ژیوړالی لري اوپه هیڅ ډول برس او مسواک دغه ژیړوالی نه دی پاک شوی نوره اندیښنه مه کوئ مون د کاروان روغتیا په دې برخه کې درته هغه اسانه کورنۍ درملنه ښایو چې له دې رنځ مو بیغمه کړي.

د اړتیا وړ توکي:

۱- دوه ګیلاسه اوبه.

۲- له ۱۵ څخه تر ۲۰ دانو پورې دچارمغز کلک پوستکی.

څنګه یې جوړ کړو؟

پاورته ټاکل شوې اندازه د چارمغز کلک پوستکی په دوه ګېلاسه اوبو کې واچوئ او په اور یې کېږدی، حد اقل یې تر شل دقیقو پورې خه جوش کړئ بیا یې پرېږدی چې دغه جوش شوې اوبه بیرته سړې شي، کله چې په بشپړ ډول اوبه سړې شوې نو د یو ټوکر په ذریعه یې چان کړئ.

لاسته راغلې اوبه چې د غاښونو ژیړوالی په پاکولو کې جادویي خاصیت لري په یو لوښي کې وساتئ.

داسې یې وکاروئ

لاسته راغلې اوبه هره ورځ درې وارې د برس یا مسواک په مرسته په غاښونو کې ووهئ داسې چې مکمل غاښونه مو پرې پاک کړئ، دغه طریقه وکاری ان شاءالله دغاښونه هغه ژیړوالی چې دکلونوکلونو راهیسې یې ستاسي غاښونه نیولي وي مکمل له منځه یوسي.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

په ښي اړخ د ویده کیدو ګټه-څېړنه

دخوب په اړه نوې ترسره شوې څېړنه لیکي : په ښي اړخ خوب دا ګټه …