کور پانه / خبرونه / د عربانو اصراف، په کلني ډول د ۱۰ میلیارده ډالرو په ارزښت خواړه کثافاتو ته اچوي

د عربانو اصراف، په کلني ډول د ۱۰ میلیارده ډالرو په ارزښت خواړه کثافاتو ته اچوي

د عربستان يوې ځایي رسنۍ راپور له مخې په سعودي عربستان کې هر کال د لس میلیارده ډالرو په ارزښت چې کابو ۴.۶ ټنه خوراکي توکي کېږي ضایع کېږي.

د خلیج ویب پاڼې دغه راپور له مخې عربستان کښې هر کال څه د پاسه نهه سوه(۹۰۰) ټنه وړه او ډوډۍ ، پینځه لکه اوه پنځوس زره (۵۵۰۰۰۰) ټنه وریژې او دوه ویشت زره (۲۲۰۰۰) ټنه د پسونو غوښې ضایع کیږي.

د یاد هېواد د خوراکي توکو ساتنې یوې کمپنۍ تیرکال ویلي وو چې په دغه هیواد کې خلک هر کال د څه د پاسه څلورسوه (۴۰۰) میلیارډه ریالو په اندازه خوراکي شیان او ډوډۍ ضایع کوي .

سعودي عربستان له ډير پخوا راهسې له اسراف او دغه راز د خوراکي شیانو له ضایع کولو سره مخ دی .

دا په داسې حال کښې دي چې په دنیا کښې داسې ډیر هیوادونه په تیره بیا مسلمان هیوادونه شته چې میلیونو خلک پکښې د خوړلو لپاره ډوډۍ نلري او په بشپړه بې وزلۍ کښې ژوند کوي خو د عربستان خلک بیا هم دومره زیات اسراف او بدخرچۍ کوي او له نورو هیوادونو سره هیڅ مرسته نه کوي .

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

جالب وصیت: یو مکسیکویي کس یې له خپل موټر سره دفن کړ

مکسیکو کی په يوې نا علاجه ناروغۍ اخته کس یې ورورسته له مرګه خپل پک …