د شودو کدو چې د هندوانې برابر غټېږي او د طبیعت له پلوه یخ او لوند دی. زړه ته قوت او خوښي وربښي، ګرمي له مېنځه وړي، مرطب دی. ځینې خلک ترېنه مټایان هم پخوي چې د بدن لپاره ډېر مقوي او مفرح شی دی.
او ځینې خلک بیا مربا ترې جوړوي چې د زړه او مغزو لپاره ډېر طاقتور شی دی. او د دغه کدو زړي د درملو په څېر کارول کېږي چې د وینې او صفراء جوش له مېنځه وړي او د میتیازو سوي، نري رنځ او وچې ټوخلې ته هم ډېر اکسیر او ګتور دي.
ذکر شوی کدو نورې ډېرې ګټې هم لري لکه د وینې، غوښې، تقويې او مني ( ویرج ) د زیاتوالي لپاره هم کار کوي.
د کدو نورې مهمې ګټې:
ژیړی لمنځه وړي.
ادرار راوستونکی او د تبې لمنځه وړونکی خاصیت لري.
دغه کدو سینه نرموي او ټوخی اسانوي.
که پاخه کدو د کریم په ډول پر مخ ووهئ نو څېره ښایسته او روښانه کوي، همدا راز د کدو خوړل د غم او خفګان لمنځه تلو لامل هم کېږي.
مغز تقویه کوي.
د کدو د تخم غوړ د بواسیرو درد ارامولو لپاره ډېر ګټور دي.