کور پانه / ادب / روغتیا /  د شریعت له نظره واکسین

 د شریعت له نظره واکسین

واکسين زموږ يو پخوانى درمل پاتې شوى؛ له ډېره وخته راهيسي يې لګول اواستعمال عام دى؛ واکسين مختلف ډولونه لري ځيني يې موږ په ماشومتوب کي لګوو؛ د ماشوم د زېږدنې سره سم؛ځيني يې بیا هغه وخت  لګوو کله چې د يوې مرګوني ناروغۍ څه اثر راښکاره شي.

واکسين ولي لګوو؟

له اصله څښتن تعالی په هرانسان کي د هرميکروب (وايرس، بکتریا، فنجايي) د وژلو لپاره يو داسي قدرتي نظام جوړ کړى چې ترډېره د هر رنګه ميکروب سره جګړه کوي او د انسان د اعضاٶ ساتنه کوي دا رنګه نظام ته قدرتي (طبیعي) دفاعي نظام (Human immune system) وايي او داسي نظام دوه ډوله دى:

1 – قدرتي دفاعي نظام (Natrual Immune System)

2 – مصنوعي یا عرضي دفاعي نظام (Artificial Immune System)  خو کله چې ميکروب په زیاته پيمانه زموږ بدن ته له يوې لارې داخل شي هلته بیا زموږ دفاعي نظام د ميکروب د زياتوالي له امله د ميکروب مخنيوى نشي کولای نتېجتًا د انسان (Natural Immune System ) قدرتي دفاعي نظام مغلوب کيږي مګر ميکروب غالبه کيږي اوانسان په  يوناروغۍ اخته کيږي.

په داسي حالاتو کي بیا موږ د هرې ناروغۍ د مخنيوي لپاره عرضي دفاعي نظام ته مخه کوو چې په طبي ليبارټريو کي له ازمویل شویو (ټېسټيفايډ) نيمه ژوندي حشراتو څخه ترلاسه کيږي.

داسي واکسينونه د عرضي دفاعي نظام د فعال کولو لپاره لګوو ترڅو هغه ميکروب له منځه يوسو او پرځاي يې دفاعي نظام پياوړى کړو.

هرکله چې يوماشوم پيدا کيږي نو له اول څخه د هغه ژوند له (۷) مرګوني ناروغيو سره مخ کيږي؛ لکه T.B ,  Polio,Hepatitis , crump,Mumps او داسي نورې ناروغۍ لکه څنګه چې داسي وخت کي د ماشوم  دبدن هرڅه نوي او نازک وي دغه رنګه يې د قدرتي دفاعي نظام پېاوړتیا هم خورا کمزورې وي خوکله چې موږ د داسي ناروغيو لپاره ځان ته ځان ته واکسين ورلګوو هلته نو بېا  د ماشوم دفاعي نظام خوراپېاوړی کيږي  او د هيڅ ناروغۍ ميکروب خپل اثرنشي راښکاره کولاي.

واکسين د شريعت له نظره.

ځيني کسان په دې اند دي چې ګواکي واکسينونه له حرامو شيانوڅخه جوړيږي خو داسي نه ده دا خبره يوازي  يوه افواه ده او په اسلامي شريعت کي افواه هيڅ ثبوت نه دى ترڅوچې يو مسلمان ماهر ډاکټر يا يو اسلامي بنسټ (ادارې) له پوره څېړنې وروسته دا مالومه کړي نه وي چې واکسين له حرامو شيانو څخه جوړيږي کنه، ترهغو پوري د حرام حکم باندې کول؛ سم نه دى.

اول خو واکسين له حرامو شيانو څخه جوړيږي نه، واکسين له نيمه ژوندي حشراتو څخه جوړيږي په يوه ځانګړې طريقه سره بېا هم که چېرته يې جوړښت له حرامي لارې وي نو واکسين خو د داسي ناروغيو لپاره نه لګول کيږي چې درملنه يې په آسانه وي، واکسين د لاعلاجه ناروغيو د مخنيوي لپاره لګول کيږي او دا د نړۍ د علماٶ متفقه رايه ده چې کله د يوانسان ناروغي مرګونې وي هلته بېا  د انسان د ژوند د ژغورلو په خاطر حرام شيان هم د درمل په توګه  کارېدلاي شي.

ځيني لا دا هم وايي چې مخکي تر ناروغۍ درملنه روانه ده مګر دا خبره هم ناسمه ده ځکه چې زموږ د شريعت فتاواو ترناروغۍ له مخه درملنې ته جوازورکړى دى (امدادالفتاوى ټوک :۴ پاڼه :۲۶۸)

دا چې واکسين ولي يوازي پاکستان ، افغانستان او دغه رنګه نورو وروسته پاتي اسلامي هيوادو کي ورکول کيږي، ولي يې په کفري نړۍ کي استعمال نسته؟  دا منطق هم سم نه دى او نه په دا ډول د یو څه  ځواب ويل کيږي.

په اصل کي زموږ کمزوري دا ده چې خپله خو مو نه ځان ته څه کړي او نه بل ته.  خو که  يو څوک راته څه مهيأ کوي هلته نو بېا موږ ته د بې مانا افواهاتو خپرولو پرته بل څه نه وي راپاتي؛ څوک وايي دا حرام دي، څوک وايي څه دي، څوک وايي څه يا خوهم زموږهغه کسان د حرام حکم ورباندي لګوي چې نه يې په ژوند کي  خپل ځان ته څه کړي وي نه يې بل ته. نورهيوادونه د ټيکنالوجۍ په ډګر کي پرمختګونه کوي؛ نوي نوي ابتکارونه اعلانوي؛ خو زموږ بېا پرمختګ او کوښښ دا وي چې روا کار حرام کړو خو دا نه اسلام دى نه د مسلمان کار.

واکسين له اوله په 1991م کي  په ټوله نړۍ کي یې لګول عام و  چې وروسته یې بېا په ځينو هيوادونو کي د ناروغيو د ختمېدلو له امله استعمال بند شو يوازي يې افغانستان ، پاکستان کي استعمال لاهم په جريان کي دى واکسين لګول جوړول د يوې ادارې يا يوهيواد د توان کارنه دى بلکه دا په بين المللي کچه د ټولو هيوادونو د کلنۍ بودیجې په مرسته لګول کيږي خو دا چې نن سبا يې استعمال په نسبت نورو هيوادونوته افغانستان او پاکستان کي زيات دى او نوروهيوادو کي يې استعمال بند دى؛ هغه بل لامل نه لري يوازي غټ لامل يې هم دا دى چې زموږ او نورو هيوادونو توپير په دې کي دى چې زموږ هيواد د مرګوني ناروغيو يوه ځاله ده د هرې ناروغۍ اول پيل له موږ څخه وي.

خو نوره نړۍ بېا د دارنګه ويروس پيدا کېدلو او پرېښېدلو ته خپلو هيوادونو کي هيڅ چانس نه ورکوي چې واکسين لګولو ته اړپاتې شي. دغه رنګه زموږ او د نورو بل توپيرپه دې کي دى چې موږ هيڅکله بل هيوادته ترهغه پوري د ورتګ اجازه نه لرو ترڅو چې مو د هررنګه ناروغۍ د مالومولو معاینات کړي نه وي، او دا مو ثابته کړي نه وي چې موږ له هررنګه ناروغۍ نه په امن کي يو ترهغه وخته بل هيواد موږ ته د ورتګ اجازه نه راکوي خو زموږ هيواد کي بېا دا رنګه برعکس دي د نړۍ اول وايروس/ ميکروب به اول په موږ کي پيداکيږي ، اول به موږ ځپي بیا به له موږ څخه نوروته انتقال کوي ځکه خو واکسين لګولو ته هم يوازي زموږ ضرورت دى نړيوال هم زموږ غم نه دي را اخيستي چې زموږ ژوند وژغوري بلکه هغوي د خپل ځان د ژغورلو په خاطر په نړۍ کي واکسين عام کړى ترڅو زموږ له لوري دوی ته مرګوني ناروغۍ  ورانتقال نه شي .

لکه څنګه چې مومخکي ووېل چې هرهغه وخت حرام شيان موږ د ناروغۍ د درملنې لپاره استعمالولاي شو چې کله هغه ناروغي يا سخته شي ياخوبې علاجه خوداخبره به له يواسلامي حاذق رنځپوه څخه مستنده وي يابه هم يواسلامي اداره له پلټنې وروسته دامالوموي چې دناروغ ژوند له خطر سره مخ دى په دارنګه حالاتو کي بې له کوم تاخيره هررنګه حرام څه ددرملنې لپاره کارولاي شي

ددې اړوند ځيني شرعي فتواوي.

1_کله چې ناروغي سخته شي هلته بېا په حراموشيانو سره هم علاج روادى  (امددالفتاوى ټوک ۴ پاڼه ۲۴۸)

2_امام مالک صاحب دناروغۍ په وخت کي په مطلق  حرام شي سره درملني ته جواز ورکړى

3_د ناروغۍ د درملنې لپاره په وينه؛بولو؛مړزګه درملنه کېدلاي شي خوچې مسلمان؛ حاذق رنځپوه ورته اجازه وکړي (الفتاوى العالمګيريه: کتاب الکراهية؛ الباب الثامن العشر في المعالجات: ۵/۵۵ طبعه رشيديه)

4_حضرت اما يوسف رحمه الله  هم په دغه اند دى  چې د ضرورت مطابق په حرام شي سره درملنه روا ده (درس ترمذي: ټوک ۱ پاڼه ۱۹۲)

له پورتنيو فتواو سره سره ؛ ازهر شريف؛ دارالعلوم ديوبند؛ دارالعلوم کراچي؛ دافغانستان دعلماٶ شورا؛ جامعه بنوري ټاون کراچي  دغه رنګه نور ټولو دپوليو واکسين پر جواز فتواوي ورکړې مشکل دانه دى چې په دې اړه به څه فتوا وي که نه  مګرمشکل دادى چې موږ يې په اړه  ناخبره يو اوزموږ نه خبرنېا ؛ نه علم په دې مانانه دى چې وجود يې هم نسته.

ليکنه: حبيب الرحمن «وبيص»

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

دغه کسان دې پیاز نه خوري!

که څه هم پیاز د زړه ناروغیو په مخنیوي کې بنسټېز رول لري خو د …