کور پانه / ادب / روغتیا / د سیتروسو شهزادګۍ پیژنئ

د سیتروسو شهزادګۍ پیژنئ

د کال هر فصل ځانته ځانګړې مېوې لري. مالټې چې د سیتروس کورنۍ په شهزادګۍ شهرت لري یوه ګټوره او مزهٔ داره مېوه ده چې د ژمي په موسم کې وي او له دې ورسته یې بازارونه ګرمیږي نو راځئ وې پيژنو په ګټو يې ځان وپوهوو او بیایې وخورو.

مالټې دسیتروس کورنۍ پورې تړاو لري دغه مېوه لومړی ځل په چین کې وپېژندل شوه او بیا په ۱۵مه پېړۍ کې اروپا ته ولیږدول شوه له هغې ورسته بیا نورو هېوادو ته ورسېده چې نن ورځ د نړي په ډیرو هېوادنو کې تولیديږي چې تر ټولو لوۍ تولیدونکې هېوادونه یې، د امریکا فلوریدا او کلفورنیا،هند،چین، هسپانیه، مصر، ایټالیا، ایران، یونان، ترکیه، برازیل او مکسیکو دي.

مالټه په خپل ځان کې د A, B1, B2, B9, C, PP او C ویټامینونه په لرلو سره مدرو جوړښت لري چې په نارنجي رنګ پوټکي پوښل شوې تر پوټکي لاندې پله دار شکل لري چې پلې یې ابداره او خوږ خوند لري.

مالټې د فلسفورس، اوسپني ، کلسیم او همدارنګه د سې او أ ویټامینونو په لرلو سره د هډوکو د ودې او د غاښونو ودې لپاره اغیزمنه مېوه ده

په مالټو کې شته پروټینونه او قندونه د بدن په ځواکمنتیا کې موثر واقع کیدلای شي.مالټې د قبضیت په لمنځه وړلو کې هم ډیرې اغیزمنې دي.

مالټې د لومړي ځل لپاره په مصر کې شاوخوا له نن څخه ۲۰۰۰ کاله وړاندې د درملو په توګه وپېژندل شوې. مالټې د اشتها تحریک، ستړیا او کسالت لمنځه وړي همدا راز د بدن دفاعي سیستم ځواکمنوي، د زخمونو په ژر جوړولو او د چاغوالي په مخنیوي کې مرسته کوي.

د دې ترڅنګ مالټې دهاضمې سیستم ښه کوي او په بدن کې د موادو تبادله نورماله ساتي، دوینې فشار په مخنیوي کې هم مرسته کوي
د یادولو وړ ده چې د مالټې خالص شربت د سرطاني دانو، کم خوني، چاغۍ، کولیت، ګاستریت، اسکوریت ، ذکام او د وېنې لوړ فشار درملنه کوي.

د مالټې پوستکې د مکروب ضد خاصیت په لرلو سره د مکروب ضد درملو او د شربتونو ښه بوی لپاره په شربتونو کې کارول کېږي.

. موسی وياند

دا هم ولولئ

د کشمش له دغو زرینو خواصو خبر شئ

کشمش چې له انګورو څخه جوړیږي، چې بدن ته د ډېرو مغذي موادو لرونکي دي، …