سنځلې د ډېرو روغتیایي ګټو تر څنګ ښکلی ګل او ارامونکی بوی هم لري.
نو روغتیا پالان وایي، سنځله ویټامین سي، ویټامین بي، یو اندازه ویټامین کې، او کلسیم لري د دوی په وینا هغه کسان چې کمزوري هډوکي لري، یا هغه مېرمنې چې د پښو زنګانونه یې خوږېږي د سنځلې خوړل ورته ډېره ګټه رسولای شي.
لکه څنګه چې سنځلي هډوکو ته ګټه لري نو د ډېر عمر لرونکو کسانو ته هم توصیه کېږي، ځکه له عمر سره یې سم هډوکي هم خپل قوت له لاسه ورکوي.
همدار راز سنځله د هاضمې سیستم ته هم پوره ګټه لري، د نس ناستې ناروغي مخنیوی کوي، او که په ورځ کې مناسبه اندازه سنځلې وخوړل شي نو د شکرې ناروغۍ په مخنیوي کې هم مرسته کولای شي.
د سنځلو خوړل د معدې او ینې د پیاوړي کېدو لامل هم کېږي. سنځلې په خپل ترکیب کې تر ټولو قوي انټي اکسیډان لري، چې د ناروغیو پر وړاندې د بدن مقاومت لوړوي.