کور پانه / اسلام / د سحر (جادو) لمنځه وړلو ترټولو غوره طریقه

د سحر (جادو) لمنځه وړلو ترټولو غوره طریقه

د سحر تأثیر: د الله تعالق د حکم او ارادې سره سم سحر ډېر زیات بد او بېکاره تأثیرات لري، په کوم چا چې سحر وشي، هغه ډېر په تکلیف کیږي، او د خپل کار د کولو توان له لاسه ورکوي، الله تعالی دې هر مؤمن مسلمان ځینې وساتي.

د سحر یا جادو ختمولو یو مجربه طریقه چې دیني کتابونو لیکلې ده، په لاندې توګه ده:

د شنو بېرو ۷ پاڼې به را واخلئ، و به یې کوټئ، بیا به یې دومره اوبو ته ور واچوئ، چې غسل پرې کېدی شي، بیا به آیة الکرسي شریفه پرې ووایئ، پر دغه اوبو به بیا د قران کریم هغه مبارک آیتونه ووایئ، چې په سر کې یې د «قل» کلمه راغلې وي، لکه: قل یا ایها الکفرون، قل هوالله احد، قل اعوذ برب الفلق او قل اعوذبرب الناس. او درې غوړپه به ترې وڅښئ او په پاتو نورو اوبو به غسل وکړئ!

علامه بدرالدین عیني او علامه ابن حجر رحمة الله تعالی علیهما وایي، چي دغه طریقه د سحر د ختمېدو لپاره او په ځانګړې توګه هغو کسانو ته ډېره ګټمنه طریقه ده، چې خپلې کور والا ته د نږدې کېدو قدرت نه لري.

عمدةالقاري جزء ۲۱ ص ۲۸۴ فتح الباري ج ۱۰ ص ۲۸۷ صحیح البخاري ج۲ ص ۸۵۷ صحیح مسلم ج ۲ ص ۲۲۱ دثواب دپاره شیرکړي چي نورهم استفاده سن وکړي، ارجو من الله الثواب والاستفاده.

لـیـکـنـه: ابوالمنصورحقاني

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

د وزن ډېریدو او چاغیدو سره د مالګې اړیکه

په لږه کچه مالګه د روغتیا سلامتي لپاره مهمه ده او د الکترولیت توازن، د …