کور پانه / ادب / روغتیا / د سترګو لاندې د تورو حلقو کورنى درملنه

د سترګو لاندې د تورو حلقو کورنى درملنه

د سترګو شا او خوا د تورو کرښو رامینځته کیدل ډیر دلایل لري چې لامل يې تاوتریخوالی ډېر فکر کول، د کمپيوتر او مبايل ډېر کارول، خفګان ، ذهني فشار ، د خوب کمی ، د هارمونونو بدلون کېداى شي.

له دغو ستونزو د ځان د خلاصولو لپاره انسان د ځینو عادتونو په خپلولو سره ښې پايلې ترلاسه کولی شي.

د انسان د سترګو لاندې تورې حلقې د هیڅ چا نه خوښیږي مګر د خځېنه و خو بلکل نه ځکه په سینګار سره د دغو تورو حلقو د پټولو کار ډیر وخت ته اړتیا لري مګر بيا هم دغه کرښې په بشپړ ډول نه پټېږي.

د ورځ په رڼا کښې د انسان د سترګو لاندې دغه تورې حلقې ډیرې واضحې ښکاريي چې له دې سره د انسان شخصیت هم اغیزمن کوي.

د سترګو لاندې د تورو حلقو د ختمولو لپاره د ګران بیه کریمونو او کیمیاوي موادو او درملو له استعمالولو پرته د لاندې چارو د ترسره کولو سپارښتنه شوي ده چې له کبله یې د مثبتو بدلونونو په راتلو سره انسان له دغه مشکل څخه خلاصیږي.

د واورې یعني د یخک استعمال :- د خپلو سترګو لاندې په تورو حلقو باندې د واورې یعني د یخک په کیښودلو سره نه یوازې دغه تورې حلقې ختمیږي بلکې د تاسو د بدن پوستکی په صحت مند کېدو کې هم مرسته کوي.

د دې تجربې کولو لپاره تاسو باید د یخ یوه ټوټه را واخلئ او د سترګو لاندې تورې حلقې ورباندې په نرمۍ سره مساج کړئ.

د سترګو د لاندې د تورو حلقو د ختمیدا لپاره د کچالو استعمال :- د کچالو استعمال د انسان د پوستکي لپاره ډیر ګټور دي. لمړى بايد د کچالو اوبه وباسئ او هغه بیا په مالوچو سره د سترګو لاندې په تورو حلقو باندې ولګوئ او پینځلس دقیقې وروسته سترګې په سړو اوبو سره ووینځئ.

د سترګو د لاندې د تورو حلقو د ختمولو لپاره د روميانو یعني د سرو بانجانو استعمال :-

روميان یعني سره بانجان چې بانجان رومي هم ورته ویل کیږي د انسان د سترګو لاندې د تورو حلقو د ختمولو لپاره ډیره ګټه لري. روميان په طبیعي ډول نه یوازې د سترګو لاندې تورې حلقې ختموي بلکې د انسان د بدن  پوستکی هم نرموي.

د کارولو طريقه:

د باندجان رومي یوه قاشقه اوبو یعني جوس کې د لیمو يوه قاشوقه اوبو ګډې کړئ او د سترګو لاندې په تورو حلقو يې ولګوئ او تر لسو دقیقو پورې یې پریږدئ. وروسته له لسو دقیقو مخ په اوبو سره ووینځئ او د ښې پايلې تر ترلاسه کولو پورې دغه کار په ورځ کښې دوه ځله ترسره کړئ.

د سترګو لاندې د تورو حلقو د ختمولو لپاره د شنو چایو خلتې استعمال :-

د دې طريقې د کارولو لپاره تاسو باید د شنو چایو کوچنی خلتې چې نن سبا په هر دوکان کې تر لاسه کېږي په اوبو کښې له لمدولو سره هغه په یخچال یعني فریج کښې کیږدئ او چې کله سوړ شي نو د خپلو سترګو لاندې په تورو حلقو یې کیږدئ او د سترګو په پټولو سره ارام سره په بستر کې استراحت وکړئ.

په ورځ کښې څو ځله د دغه کار په ترسره کولو سره ښه پايله ترلاسه کیدلای شي.

. كاروان

دا هم ولولئ

د مرچ له خوړلو وروسته شودې وڅښکي

پوهان د مرچ له خوړو وروسته د ژبې سوخت لامل په هغه کې دهغو غدو …