کور پانه / ادب / روغتیا / د زړه ناروغیو غوره درمل

د زړه ناروغیو غوره درمل

د بریتانیا په لیستر پوهنتون کې شوې څېړنې ښيي چې د کب پروتین د زړه او د زړه د رګونو د ناروغیو د درملنې لپاره ګټور دي.

څېړنې وايي چې په کبانو کې موجود پروتین د قلبي ناروغیو او د وینو د رګونو د بندېدو له درملنې سره د مرستې ترڅنګ د مغزي سکتې، د زړه د حملې او د زړه د بې کاره کېدو له مخنیوي سره هم مرسته کوي.

د کبانو پروتین، چې پېټید هم ورته وايي، د ځینو هیوادونو په پلورنځیو کې پلورل کېږي.

تر دې مخکې د امریکا د زړه د ناروغیو ټولنې ویلي و چې د کب پروتین نااشباع شوي غوړ او امیکا ۳ غوړ اسیدونه لري چې ټول د زړه لپاره ګټور دي.

دې ټولنې خلکو ته سپارښتنه کړې چې لږ ترلږه په اوونۍ کې دوه ځلي کب وخوري

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

د وامداره ستړیا ۷ مهم لاملونه وپیژندل شول

موږ ټول پر دې پوهیږو که په ۲۴ ساعتو کي کافي خوب ونکړو نو د …