کور پانه / اسلام / د روژې نېولو روغتیایي ګټي

د روژې نېولو روغتیایي ګټي

ویاند.کام (ثور ۴مه ۱۳۹۹) روژه نېول د دې تر څنګ چې د اسلام له ارکانو څخه یو رکن ده او د رمضان مبارکه میاشت کې د روژې نیول په هر عاقل او بالغ مسلمان فرض ده ډیرې روحي او جسمي ګټې هم لري. روژه د انسان بدن ته شفاء بښونکې او ځواک ورکوونکې ده.

په دې لېکنه کې مو تاسو ته د روژې نیولو لس ګټې راخستي چې په لاندې ډول دي:

۱ـ څېړونو ثابته کړې چې روژه نېول له ۲۰ څخه تر ۳۰ سلنه پورې د خوړو مصرف کچه را ټېټه وي  د کلسټرول او وېنې غوړ، د بدن غوړ کمیدو او همدا راز د بدن اساتندویه یا امیني سیستم فعالیدو لامل کېږي.

۲- روژه نېول د پوستکې پاکیدو سبب کېږي او په پوستکې کې د سرطاني حجرو جوړیدو څخه مخنیوی کوي.

۳- د وېنې قند کنټروله وي او د عمر اوږدوالي لامل کېږي.

۴ـ د مغز کار کول سموي او په مغز کې د نویو نیورنونو رامنځته کیدولامل کیږي.

۵- روژه نیول د قلبي پریشانیو درمان یوه له موثرو او اغیزناکو درملنو څخه ده.

۶- روژه نیول د ګروردو مکروب له منځه وړي.

۷- روژه نیول د انسان بدن کې د هاضمې سیستم ته د استراحت چانس ورکوي او میتابولیزمي فعالیتونو ډیریدو لامل کیږي.

۸- روژه نیول د روحي فشارونو لمنڅه وړلو لپاره یوه ګټوره او اغیزمنه لاره ده.

۹- روژه نیول د حافظې غښتلتیا لامل کېږي.

۱۰ـ د جسمي او روحي غښتلتیا  لاره ده ځکه چې روژه نېول د بدن دفاعي سیستم غښتلای کوي.

. وياند

دا هم ولولئ

په خالي معده د اوبو څښکلو معجزې

په جاپان کې سهار په نهره د تودو اوبو څښکل یو دود ګرځیدلی ځکه دوی …