کور پانه / ادب / روغتیا / د دې ګازو بویولو سره د بدو خاطرو هېرول ممکن شول

د دې ګازو بویولو سره د بدو خاطرو هېرول ممکن شول

بریتانیايي پوهان وايي، د نایتروجن ډي مونو اوکسایډ ګازو بویول یا تنفس کول له انسانه ترخې خاطرې هېرولی شي.

ډیلي مېل ورځپاڼې د یکشنبې د ورځې په ګڼه کې د لندن کالج د څېړونکو په قول وویل چې که دا خندوونکی ګاز له کومې ناوړه او غمجنې پېښې وروسته تنفس کړای شي، بدې خاطرې ژر له ذهنه توږي.

دوی پر ۵۰ تنو رضاکارانو دا ګاز تجربه کړي دي.

څېړونکو په تجربه کې برخوالو ته ویلي چې لومړی په یوه فرانسوي فلم کې دوې خورا بوږنوونکې پېښې وویني. ویل شوي چې دا پېښې دومره ځيږې او بوږنوونکې وې چې ډېر خلک یې د لیدلو توان نه لري.

وروسته یې د دوی یو شمېر کسانو ته نایتروجن ډي مونو اوکسایډ ګاز ورکړي چې تنفس یې کړي. تجربې وښودله، کومو کسانو چې دا ګاز بوی کړي وو، بوږنوونکې پېښې یې ژر له ذهنه وتلي دي.

پوهان هیله لري چې دا تجربه به د هغو کسانو له تدواوۍ سره مرسته وکړي چې له بدو او نه هېرېدونکو پېښو وروسته په ژور خپګان او عصبي ناروغۍ اخته کېږي.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

امیندوارې ښځې دې کچالو نه خوري؛ ځکه چې…

 یو علمي څیړنه وايي: کچالو دحامله ښځو شکر ناروغي زیاتوي، پوهانو دلسو کلونو لپاره د۱۵۰۰۰ …