کور پانه / ادب / روغتیا / د دې مطلب په لوستلو به مو شات او دارچین سهارني خواړه شي

د دې مطلب په لوستلو به مو شات او دارچین سهارني خواړه شي


په ګډه د شاتو او دارچین خوړل کولای شي ستاسو بدن له ګڼو او بېلابېلو ناروغیو څخه وساتي، ځکه چې دغه دواړه د بدن ایمني یا مدافع سیستم غښتلی کوي.

د ارچین او شات د دې ترڅنګ چې جسمي فعالیتونه غښتلي کوي له سهار لوري یې خوړل نورې ډېرې ګټې هم لري چې د کاروان رغتیا په دې برخه کې مو ترې یادونه کړې ده.

د زړه ناروغیو درملنه

شات د ورزش کارانو لپاره یوه فوق العاده ګټور خواړه دي، ځکه ډېر تقویه کوونکو خوراکي توکو څخه ګڼل کېږي په ځانګړي ډول زړه او د ویني جریان تقویه کوي.

شات کې په لوړه کچه د کلسیم او پوتاشیم شتون د رګونو ساتنه او په رګونو کې د وازګو راټولیدو څخه مخنیوي کوې نو ځکه د کلیسټرول کمښت لپاره طبیعي درمل پېژندل کېږي.

د دې ترڅنګ دارچین هم د زنګ وهنې څخه د مخنیوي او کلسټرول کمښت لپاره یو دېر ګټور بوټی ګڼل کېږي همدا راز د روغتیاپالانو په وینا دارچین زړه تقویه کوي، حرکت یې منظموي او د وېنې جریان ښه کوي.

نو ویلای شو چې هره ورځ په مناسبه کچه د دارچینو او شاتو ګډ خوړل به مو د زړه له ناروغیو وساتي.

د معدې دردونه لمنځه وړي
دارچین د معدې هاضمې سیستم منظموي، معده نرموي او د معده له بېلابېلو دردونو څخه مخنیوی کوي د دې تر څنګ شات هم د هاضمې په غښتلې کولو کې خورا مهم رول لري، د معدې دردونه لمنځه وړي او د ځېګر فعالیتونه ښه کوي.

همدا راز دارچین د اسهال، سرګیچي او پړسوپ مخنیوی او شات د قبض مخنیوی هم کوي. نو په ورځېني ډول د شات او دارچین خوړل مو د معدې له دردونو خلاصوي.

د بدن ایمیني یا دفاعي سیستم غښتلی کوي

د شاتو او دارچین ګډ ترکیب بدن له هر ډول جراثیمو، باکټریا او ویروسونو څخه ساتي ځکه چې دې دواړو خوراکي توکو کې داسې ویټامینونه شتون لري چې د بدن دفاعي سیستم پیاوړی کوي.

د دې تر څنګ په شاتو کې شته ګلکوز د انسان بدن ټول غړي خپلو وظایفو ته اماده کوي او بدن ته غښتلتیا وربښي.

همدا راز دارچین بیا د بدن په حجراتو کې د ګلکوز جذب ته لاره هواري او حجري دې ته اماده کوي چې ګلکوز په اسانۍ سره جذب کړي.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

د سالم بدن لرلو لپاره شات وخورئ

د انسان بدن د خپلې سلامتيا او غښتلتيا لپاره ډول ډول خوراکونو ته اړتيا لري، …