ډېری کسان د دېګ بېخ یا کوولي خوړلو سره علاقه لري پرته له دې چې د دغه مزه داره خوراک مصرفولو په زیانونو وپوهېږي، د کاروان روغتیا په دې برخه کې مو یادو خطرونو ته اشاره کړې ده.
روغتیا پالان وايي، نیم سوخته، کوولو یا د دېګ بېخ، چپس او ډېر سره شوي خواړه د اکریلامید په نوم ترکیب جوړولو له کبله سرطان زیږونکي دي.
د سګریټ دود، هغه قهوه چې ډېر حرارت ورکړل شوی وي، بیسکویټونه، سوسیس او هغه غلې چې ۱۲۰ درجې حرارت وېنې هم د اکریلامید لرونکي دی.
دوی توصیه کوي چې کاربوهایدرایتونو ته له ډېر حرارت ورکولو څخه او پورته ذکر شوي خواړه لکه د نېمه سوځیدلې ډوډۍ، چیپس او نورو هغو منابعو څخه چې اکریلامیډ لري پرهېز وکړو.
اکریلامید د NO5H3C فرمول لرونکی اسیدي او مضر ترکیب دی چې د کاربو هایدرایتونو ډېر حرارت لیدلو پر مهال رامنځته کېږی.
دغه ترکیب د ډېرو هېوادونو خوراکي سیستمونو کې منع کړل شوي دي، چې نه باید د خوراکي توکو په پلورنځیو کې داسې خواړه پولور ته وړاندې شي او دا کار یو جرم ګڼل کېږي.
په حېواني مودلونو کې اکریلامید د سرطان زیږونکو ترکیبونو جزء ګڼل کېږي. دغه ترکیب ان د پوستکي له لارې جذبېږي او پر ادرنال او تیروئید غدو، مثانو او جنسي غدو تاثیر کوي.