کور پانه / ادب / روغتیا / د دلمه مرچ حېرانوونکې ګټې او خواص

د دلمه مرچ حېرانوونکې ګټې او خواص

دلمه مرچ ډیر وخت د خوړو خوند برابرولو لپاره کارول کیږي خو دا مرچ د دې تر څنګ چې د  خوړو خوند برابروي خوړل یې بدن ته هم بې مثاله ګټې لري.

دغه مرچ چې بېلابېل رنګونه لري د کال په ټولو فصلونو کې پیدا کیږي خو په جولای او اګیسټ میاشتو کې بیا تر ټولو ښه فصل ورکوي.

دلمه مرچ د ویټامین آ او ویټامین سي چې دواړه یې غښتلي انټي اکسیدانونه لري، لرونکي دي. د غه دواړه ویټامینونه د انټې اکسیدانونه په هغو رادیکالونو چې حجرې له منځه وړي اغیز لري.

د دې لیکنې په اوږدو کې به تاسو د دلمه مرچ په خواصو او ګټو وپوهیږئ.

زیړ رنګ لرونکی دلمه مرچ د ث او آ ویټامینونو لرونکي دي چې د پوستکې حجرې، د وېنې رګونه بیارغوي او هډوکي او غاشونه سالم ساتي همدا د زخمونو ژر جوړیدو لامل کیږي.

ویټامین اي او ويټامن سي په شین رنګ لرونکې دلمه مرچو کې د بدن زخمونو جوړولو لپاره یوه ښه ترکیب جوړوي چې بدن ورته اړتیا لري.

سور، شین او ژیړ دلمه مرچ د ويټامین سي لرونکې دي چې د کلاژن تولید کې مرسته کوي. کلاژن پوستکې کلک او غښتلی کوي او له حجرو څخه ساتنه کوي.

جالبه خو داده چې باید پوه شئ، سره د دلمه مرچ په طبیعي ډول وېښتانو ته وده ورکوي. او د وینې دوران په ډيرولو سره د ویښتانو له تویدلو څخه مخنیوی کوي. د شین دلمه مرچ اوبه کولای شي د ویښتانو تویدل ودروي. ځکه کې شته ویټامین سي د اسپنې جذبولو لپاره زمینه برابروي او د حجرو له لارې وېښتانو ته د کافي اکسیجن لامل کېږي.

دغه مرچ د مکروب ضد خواصو په لرلو سره له هر ډول مکروبي ناروغیو څخه مخنیوی کولای شي او همدا راز د دغه ناروغیو درملنه هم کوي.

سور او ژیړ دلمه مرچ د سوپر خوړو په نوم هم یاديږي ځکه چې له انټي اکسدان څخه ډک دي او د سرطان ضد خاصیت لري.

شنه دلمه مرچ په ځان کې کلسیم لري چې کولای شي هډوکي او غاښونه غښتلي کړي او د خولې روغتیا ساتنه وکړي.

هغه ټکی چې د دغه مرچ په خوړلو کې باید په پام کې ونېسئ دا ده چې کله مو هغه خواړه وخوړل چې دا مرچ ورکې کارول شوي وي نو مرچ یې مه خورئ ځکه دغه مرچ په خوړو کې ټول کسیدانونه ځانته جذبوي.

. موسی وياند

دا هم ولولئ

که غواړئ د سترګو دید مو کم نه شي حتما یې ولولئ!

له شک پرته مونږ په اګاه یا نا اګاهانه ډول داسې عادتونه خپل کړي چې …