کور پانه / ادب / روغتیا / د خیټې غټېدو لاملونه

د خیټې غټېدو لاملونه

کاروان ـ لکه څنګه چې نن ورځ ډېری خلک د خیټي له غټوالي څخه رنځ وړي. په داسې حال کې چې د بدن نورو غړو او اندام سایز مو مناسب خو خیټه مو غټه ده. دغه پيښه نه یوازې زمونږ ظاهري ښکلا بربادوي بلکي روغتیا ته مو هم ډېر زیانمن تمامېږي ځکه چې د غیټې غوړ تر نورو ټول خطرناکه غوړ دی چې د بېلابېلو خطرناکه ناروغیو لکه قلبي ناروغۍ، شکر… او داسې نورو لامل کېږي خو د خېټې غټیدو لاملونه څه دي؟

د خیټې په چاقیدو کې د خوب اغیز

د روغتیا په برخه کې څېړونکي وایي، هغه کسان چې د یوې شپې او ورځې په جریان کې شاوخوا پنځه او یا له دې څخه کم خوب کوي په دوی کې د خیټې غوړ زیاتیدو چانس دوه نیم برابره ده.

که څه هم کم خوبي د وزن په ډېریدو او چاقښت سره یوځای ده خو د واک فوریسټ څېړونکو مندلې هغه کسان چې له اته ساعتونو څخه ډېر خوب کوي هم د خیټې ډېر غوړ لري.

د خیټې پر چاقوالې کې د ډوډۍ خوړلو ډول اغیز
کله چې له نورو یا د یوې لوی کورنۍ له غړو سره ډوډۍ خورو نه په متوسط ډول ۴۴ سلنه ډوډۍ خورو، البته په نیترئشن مجله کې خپرې شوې څیړنې ښودلې چې کله یو وخت ډوډۍ له یو بل کس سره په ګډه وخوړل شي ۳۳ سلنه له هغه خوراک څخه ډېره ده چې یوازې خوړل کېږي.

همدا راز مطالعو ښودلېچې ۹۸.۶ سلنه چاق خلګ له لویو قاپونو یا کاسو څخه ګټه اخلي، د بېلګې په ډو؛ ډېر خواړه، ډېره کالري او ډېر د خیټې غوړ له ځان سره لري.

څنګه خواړه وخورو
خوړل په اګاهانه ډول یو رژیم نه دی، بکلې د وزن کمولو لپاره یوه کامیابه طریقه ده. نو په قراره یې وژوئ، د خوړو عطر، خوند او ذایقه حس او بیایې میده میده کړئ، البته هڅه وکړئ وروسته له دې ټولو مرحلو یو ګوټ اوبه هم وڅښکئ.

کله چې تاسو په میز یا د تلویزیون مخې ته خوراک کوئ او تمرکز مو په بل څه وي ، تاسو نه پوهیږئ چې ایا تاسو خواړه خوړلي؟ خواړه ښه وه یا نه؟ له بده چې دا کړنه د ډېر خوراک لامل کېږي، نو هڅه وکړئ خواړه په ارام ذهن او پوره پاملرنې سره وخورئ.

۲۰ دقیقې وخت نېسې چې مغز معدې ته د مړښت په اړه لارښونه وکړې. نو له همدې کبله هغه خلک چې ګړندي خواړه خوري 66 سلنه ډېره کالوري جذبوي او د دې ارقامو له مینځه وړل په کال کې د 9 کیلو ګرام وزن له لاسه ورکولو سره برابر ده.

د اوبو څښل مه هیروئ
د بدن ټولو کړنو لپاره د کافي اوبو څښل اړین دي، او هرڅومره چې تاسو ډېرې اوبه وڅښئ، نو د خیټې خوړ لمنځه تلو احتمال مو ډېرېږي. همدار راز، مطالعې ښیې هغه خلک چې د هر خواړو دمخه دوه پیالې اوبه څښي 30 سلنه ډېر وزن له لاسه ورکوي.

د شپې ناوخته خواړه مه خورئ
څیړنې ښیې چې د شپې ډوډۍ کولی شي د وزن کمولي کې مرسته وکړي ، نو خلک باید په چټګ ډول د خواړو خوړلو سره د کالوریانو سوځولو لپاره ډیر وخت ولري.

. موسی وياند

دا هم ولولئ

که غواړئ د سترګو دید مو کم نه شي حتما یې ولولئ!

له شک پرته مونږ په اګاه یا نا اګاهانه ډول داسې عادتونه خپل کړي چې …