کور پانه / عمومي مالومات / جالب / د خپل بدن له دې عاجایبو خبر یې!؟

د خپل بدن له دې عاجایبو خبر یې!؟

ایا تاسو فکر کوئ د خپل بدن په اړه په هر څه پوهېږئ؟ نو ایا په دې و اقیعت پوهېدئ چې د ډېر سن لرونکو کسانو ۲۵ سلنه هډوکي د هغوئ په پښو کې وي؟ او یا پوهېدئ چې ستا د معدې تیزاب کولای شي یو فلز حل کړي؟ نو که غواړئ د خپل بدن په اړه له جالبو واقعیتونو خبر شئ نو د کاروان جالبو مطالبو دا برخه ولولئ.

۱- د انسان د پرنجي سرعت په يوه ساعت کې ۱۵۰ کيلومټره دی.

۲- د انسان مغز ۸۶ میلیارده عصبي حجرې لري چې د ۱۰۰ تریلیونه وصلکونکو په مرسته سره نښتي دي.

۳- نارمل يانې روغ کس د شپې له خوا په يو ځل ۳۰۰ ستوري ليدلای شي.

۴- د انسان زړه په يو کال کې اوه ديرش ميليونه اته سوه او درې څلوېښت زره او دوه سوه (۳۷۸۴۳۲۰۰) ځله درزا کوي، غورځي.

۵- د انسان وېښتان د مياشتې يو انچ اوږدېږي.

۶- په شپږ کلنۍ کې د انسان دايمي غاښونه را پورته کېږي.

۷- د انسان په بدن کې د وينې سرعت په يوه ساعت کې ۷۵ ميله دی.

۸- د انسان په بدن کې شپږ پونډه وينه ده.

۹- د معدې تیزاب کولای شي یو فلز حل کړي.

۱۰- ستاسو پوزه کولای شي یو تریلیارد ډوله بویونه وپیژني.

۱۱- سترګې کولای شي له ۲.۳ تر ۷.۵ میلیون رنګه وپیژني.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

د زړه ناروغیو غوره درمل

د بریتانیا په لیستر پوهنتون کې شوې څېړنې ښيي چې د کب پروتین د زړه …