کور پانه / ادب / روغتیا / د خوږې بورې ترخه زیانونه!

د خوږې بورې ترخه زیانونه!

بوره د خوړو یو ډول دی چې له ګنیو ترلاسه کېږي، د ګنیو تر څنګ څېنې بورې له چغندرو څخه هم جوړېږي. باید ووایو چې بوره په خپل ذات کې په ډېره لوړه کچه ګلکوز لري.

د کاروان روغتیا په دې برخه کې مو د خوږې بورې ځینې زیانونه په ګوته کړي دي

بوره د بدن دفاعي سیستم کمزوری کوي

د ډېرې بورې خوړل د دې سبب کیږي چې د انسان د بدن دفاعي سیستم د ناروغیو پر وړاندې خپل مقاومت له لاسه ورکړي.

کله چې یو انسان بوره وخوري، نو د هغه د بدن دفاعۍ سیستم د پخوا په پرتله ۴۰ سلنه ضعیفه کیږي او نه شي کولای چې مکروبونه له منځه یوسي.

بوره د زر زړښت لامل کیږي

د نویوڅیړونو له مخې بوره د انسان پر پوستکي پوره اغېزه لري. د بورې د ډیرې کارونې له کبله د انسان پوستکی خپل طبیعي حالت له لاسه ورکوي او په پوستکي کې ګنځې پیدا کېږي.

بوره وزن ډېروي

ډاکټران وايي بوره د نورو نشایستو په پرتله په بدن کې له دوو څخه تر پنڅو ځلو زر په وازګو بدلیږي.

له بلې خوا بوره د وینې ناروغي پيدا کوي.

د بورې بل زیان د بدن د شکر لوړول دي چې بیا یې له کبله په همدې نوم ناروغي هم پیدا کېږي

بوره د انسان روحیه خرابوي

بوره په بدن کې د داسې یو هورمون د ډېرښت لامل کیږي چې د انسان په روحیې باندې بده اغېزه لري.

څیړنو ښودلې چې د ډېرې بورې خوړل  کولای شي په یو کس کې د خپګان یا دیپریشن په دایمي ناروغي پیدا کړي.‎

بوره انسان معتاد کوي

روغتیاپالان وايي د هغو کسانو ماغزه چې ډیر وزن لري، د بورې پر وړاندې داسې غبرګون ښيي لکه معتاد کسان چې یې د الکو او یا هم نورو معتادوونکو توکو پر وړاندې ښيي.

هغه خلک چې دوامداره بوره خوري که د لسو ورځو لپاره بوره و نه خوري، او په دې موده کې یې سر په درد شي، خپله حوصله له لاسه ورکړي، نو پوه شئ چې هغه د بورې په اعتیاد اخته دی.

بوره د انسان غوصه ډېروي

هغه کسان چې ډیره بوره کاروي کیدای شي، د نورو په پرتله ډېره غوصه وکړي. همدارنګه هغه ماشومان چې پر زده کړو ډیر تمرکز نه شي کولای هم باید د ښوونځي د ساعتونو پر مهال ډېره بوره و نه خوري.

بوره د یادښت د کمزورۍ لامل کیږي

څیړنو ښودلې هغه کسان چې ډېره بوره خوري هر څه زر هیروي. دغه ناروغۍ چې د عمر په ډیریدو سره قوی کیږي، د دې سبب ګرځي چې د انسان مغز و نه شي کولای هر څه په یاد وساتي.

 بوره د سرطان ناروغیو ګواښ ډیروي

د انسان د بدن سرطاني حجرې په بورې سره ډېره وده کوي. په دې اړه ترسره شوې څېړنه ښيي چې د بورې کارول کیدای شي سرطاني حجرې په تومورونو باندې هم بدلې کړي.

 بوره انسان بې عقله کوي

د بورې ډیر خوراک د انسان حافظه کمزورې کوي، چې په نتیجه کې عقل له لاسه ورکوي. د بريتانيا په یوه پوهنتون کې ترسره شوې څیړنه ښيي چې د هغو کسانو چې د ویني شکر يې لوړ وي د ماغزو هغه برخه ډیره وړه ده چې د حافظو د ساتلو دنده لري.

بوره په کلمو کې مکروبونو ډېروي

د ډېرې بورې کارول په کولمو کې د زیان رسوونکو باکتریاوو رامنځته کېدو لامل کېږي.

په اصل کې د بورې خوړل، په بدن کې د هغو باکتریاوو او مکروبونو له ډېرښت سره مرسته کوي چې د بورې له کارولو سره ډېر ښه تغذیه کیدای شي.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

دغه کسان دې پیاز نه خوري!

که څه هم پیاز د زړه ناروغیو په مخنیوي کې بنسټېز رول لري خو د …