امریکایي څیړونکو په خپلو نویو څېړنو کې وښودله چې دمغز الکترونونو متحرک کوونکي د خوب پر مهال ۲۰ سلنه د حافظې په تقویت کې مرسته کولای شي.
د دماغ ځانکړې محرک کونکي کولای شي د خوب پر مهال د اوږدي مودي حافظې په غښتلتیا کې مرسته وکړي. چې د دماغ دغه محرک کونکي الګوکانې د STAMPS په نوم یادیږي چې کولای شي په مغز کې ځانګړې خاطرې تر خپل اغیزې لاندې راولي.
څېړونکو په دغه څیړنو کې ومندله چې د خوب پر مهال د مغز محرک کونکي کولای شي د تیرو خاطرو په یاد راوړلو کې مرسته وکړي. له دغو څیړنو وړاندې دوې باور لره چې د یو کس د ژوند خاطرات د هیپوکامپ په نورونونو پروې اړه لري
د دغو څیړنو مشر څیړونکی (Praveen Pilly) پراوین پیلی وایي: د دغو څیړنو پایلو وښودله چې د خاطراتو مقطع د مغز هغو مدارنو خلاف حرکت کوي چې د انسان خلق او حرکتونو مسولیت په غاړه لري.مونږ باور لرو چې زمونږ څیړنو راتلونکو نسلونو لپاره د خافظې تقویت او دانسانانو د یادونې لپاره دماشنونو جوړولو ته لاره هواره کړې.
همدا راز نوموړي زیاته کړه : کیدای شي دغه روش هغو کسانو ته ګټور وي چې د حافظې له کمزورتیا څخه زوریږي او همدا راز دغه روش کولای شي له رواني ناروغۍ وروسته د استرس په کمولو کې اغیز من واقع شي.