کور پانه / ادب / روغتیا / د حماقت ضد درمل هم رامنځته شول

د حماقت ضد درمل هم رامنځته شول

الماني پوهانو دا ځل داسې یوه ماده او درمل موندلي دي، چې دهغو ناروغیو درملنه په اسانۍ سره کولای شي، چې دانسان دماغ او مغز پرې اخته کیږي.

ددې درملو ځانګړنه داده او دا وړتیا لري، چې دښځې او سړي دحماقت درملنه وکړي.

پوهانو یو لړ تجربې ترسره کړې دي دا ورته څرګنده شوې ده،چې یاد درمل له کارولو وروسته ددرملنۍ سلنه لوړیږي او دهیرتیا ناروغۍ له منځه وړلې شي.

اوس پر مږکانو تجربه روانه ده که چیرې بریالۍ شوه ، پوهان به دا پریکړه وکړي،چې نورې اضافه څیړنې او تجربې وکړي.

دهانس ګیلهر انسټیټوټ یو څیړونکی وايي : دا نوې دوا او درمل دا وړتیا لري،چې دانسان دعصبیي حجرو اضافه فعالیت ودروي، پایله به دا شي،چې دانسان مغز دلا زیات فکر او سوچ وړتیا راخپله کړي.

ډاکتران هیله لري،چې دا نوې موندنه به دطب په برخه کې یو انقلاب رامنځته کړي ځکه په ملیونونو ښځې او سړي همدا اوس داستونزه لري، چې هر څه یې ژر له یاده وځي.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

مسج کول مو فشار ټیټوي-څېړنه

پوهانو وايي: دټیلفون له لارې دلنډو پیغامونوSMS لیږد له سړی سره دا مرسته کوي، چې …