کور پانه / ادب / د تل پاتې خوښۍ لپاره ۱۰ علمي تګلاري

د تل پاتې خوښۍ لپاره ۱۰ علمي تګلاري

څه و کړو چې تل خوښ ووسو؟ بېلابېلې لارې د خوشحاله وسیدو لپاره شته دي په دې اړه بېلابېل کتابونه او مجلې لیکل شوي دي ځیني وایي باید مثبت فکر ولرو ځیني وایي د خوښۍ په اړه جوړو شو ورکشاپونو کې ګډون وکړئ، خندا، سفرونه او مراقبت یې نوري توصیې دي . مګر ایا دا واقعیا اغیزمن دي؟ پدې مطلب کې ، موږ تاسو ته د تل پاتې خوښۍ لپاره ۱۰علمي تګلاري معرفي کوو.

۱. ورزش وکړئ:

د ورزش روغتیایي ګټو په اړه ډیرې څیړنې ترسره شوې دي. کله چې ورزش کوئ بدن مو انډورفینونه تولیده وي چې د روحي مورال د ډیریدو لامل کیږي .له همدې امله تاسو تل د ورزش وروسته یا حتی له بازاره څخه بیرته کور ته له ستنیدو وروسته ښه احساس کوئ. تاسو به هیڅ کله داسې کس ونه ګورئ چې له ورزش کولو وروسته بد احساس وکړي. مګر ایا دا وړاندیز علمي ملاتړ لري؟

تورونتو پوهنتون په یاده برخه کې تر ډیرو مطالعو او ۲۵څېړنو وروسته دا تائید کړې چې جسمي فعالیتونه د ژور خفګان او روحي ناروغیو په وړاندي مقابله کوي. د دغو څېړنو په یوه برخه کې د ژور خفګان لرونکو ناروغانو دري بېلابېلو ډلو ته دري بېلابېلې د درملنې تګلارې ( د دوا په مرسته، ورزش او ورزش-دوا ) په نظر کې ونېول شوه چې دری واړه ډلې په پایله کې خوشحاله وې خو آیا د دوی دا حالت تل پاتې وو؟ ۶میاشتې وروسته، هغه ډله چې د ورزش په مرسته یې درملنه شوې وه بیر ته یادې ناروغۍ ته د راګرځیدو احتمال یې ۹ سلنه وه. خو د هغو دوه نورو ډلو احتمال ۳۱ او ۳۸ سلنه وو یعنی له دری میاشتو وروسته یو پر دریمه برخه یې بېرته په ژور خفګان اخته شوي ول.

۲. تل مثبت فکر ولرئ

آیا دا نه کیدونکې ده؟ د «شان آچور» په وینا ، “په خوښۍ سره ژوند کولو کې ، یوازې 5٪ اضطراب ، فشارونه ، بریاوې ، اقتصادي وضعیت ، ټولنیزې اړیکې او ورته نورو عواملو رول لري. پاتې ۹۰٪ نور یې له شوخوا چاپیریال څخه زمونږ د ذهني بر داشت پورې اړه لي. که تاسو د خوښۍ لپاره بریالیتوب ته اړتیا لرئ ، نو تاسو به په سختۍ سره د خوښۍ احساس وکړئ ځکه چې تاسو تل د غوره نمرو ، لوړې تنخوا ، غوره موقف او ورته مثالونو په لټه کې یاست.

مثبت فکر کول د انرژي سطحه، خلاقیت او د مغز فعالیت کې ۳۰ سلنه لوړوالی راولي

۳. منفي فکرونه پریږ دئ

ډیری خلک منفي افکارو کې ډوب وي او نه پوهیږي چې څنګه ځان له منفي افکارو خلاص کړي. د میډریډ پوهنتون څیړنو ښودلې چې یاد افکار په کاغذ لیکل او بیا یې له منځه وړل په یاده برخه کې مثبتې اغیزې لرلی شي. د څیړونکو په وینا ، دا به غوره وي چې کاغذونه څېرې کړل شي یاهم وسوزول شي. په فزیکي توګه د افکارو ویجاړول د دوی منفي او زهرجن تاثیرات کموي.

۴. تجربو ته مو له پانګې څخه ډیر ارزښت ورکړئ

ارواپوه توماس ګیلوویچ د هغو خوږو خاطرو او تجربو په اړه ډیرې څېرنې کړي جې باید ورته ارزښت ورکړل شي او تل په یاد پاتې شي په دې څیړنیزه مقاله کې د دغه عمل لپاره ډیری دلیلونه راغلي دي چې ځینو ته یې دلته اشاره شوې لکه د نویو شیانو لاسته راوړل او بیا د نورو شیانو په لټه کې کیدل به مو هغه لمړنۍ خوښي لمنځه یوسي او روحیه مو کمزوري کوي.

مګر د تجربې ترلاسه کول او د یادونو ارزښت پیژندل په هیڅ ډول داسې اغیزه نه لري. زموږ تجربې او یادونه موږ پورې اړه لري ، زموږ لپاره ځانګړي دي او دوامداره خوښۍ راوړي. غوره خو داده چې مونږ له نوي ځاینو څخه لیدنه وکړو اویا هم په آزاده هوا او طبیعت کې پلی مزل وکړو .

۵. قدردان و شکرگزار وسئ

د هرې ورځې په پیل کې ، د هغه شیانو په اړه فکر کول چې تاسو یې لرئ د خوښ اوسیدو لپاره ښه لاره ده. دماغي ازموینو ښودلې چې موږ په منفي شیانو لکه اندیښنې ، ناورینونه ، ناکامي او ناروغۍ باندې ډیر تمرکز کوو. چې دې وخت کې د مغز ډیفالټ حالت منفي وي.

نو موږ اړتیا لرو په دوامداره توګه په ښو خلکو تمرکز وکړو او په ځانګړي توګه هغه ارزښتناکو شیانو باندې تمرکز وکړو چې موږ ته یې شتون خوښي رابښي.

۶. وخت ته پام لرنه وکړئ

ټول پام مو اوس ته واړوي او څنګه چې ده همداسې یې ومنئ. دا طریقه ورځ تر بلې د روانی ناروغانو په در ملنه کې مینه وال پیدا کوي. په منظم ډول دا کار سرته رسول به ستاسو روحیه پیاوړې کړي او د اضطراب په کمولو او ستاسو د ژوند د کیفیت په ښه کولو کې به له تاسو سره مرسته وکړي.

۷. ستاسو خه خوب کول ډیر مهم دي

د څو مختلفو څېړنو د پایلو پراساس ، که چیرې موږ ښه خوب ونه کړو ، فکر به مو منفي لور ته لاړ شي. له یادو څېړنو څخه یوه یې د مغز هیپوکامپ برخه کې وه چې مثبت افکار څېړي. کله چې موږ کافي خوب ونه لرو دا برخه ښه کار نه کوي او ډیر منفي فکرونه زموږ ذهنونو ته راځي!

د دې مسلې دښه روښانه کولو لپاره ، څیړونکو له یو شمیرهغو زده کونکو څخه چې بې خوبه ول وغوښتل د کلیمو یو لېست په یاد وساتي. په نتېجه کې هغوی ۸۱ سلنه منفی او یواځې ۳۱ سلنه مثبتې کلیمې په ذهن کې لرلې.

۸. له نورو سره مرسته کول مه هیروئ

ډیری خلک په دوامداره توګه د غوره موټرو ، لوی کورونو او نوي ګرځنده تلیفونونو بدلوي. د لنډې او وقفې خوښۍ سره سره ، داسې نه بریښي چې په اوږد مهال کې خلک خوښ کړي. څیړنې ښودلې چې د نورو سره د مرستې لپاره لږ وخت یا پیسې مصرفول زموږ په خوښۍ کې د پام وړ رول لري او مونږ ته دوام داره خوښي په برخه کوي.

۹. لکه څنګه چې تاسو غواړئ ژوند وکړئ

ډاکټر دانیل ګیلبرټ وایي:

“عقل مو هغه ځای ته وړي چې زړه مو غواړي او له دې دواړو یوته هم مهمه نه ده چې پښې چیرته ځي”

موږ تل د دې په اړه خبرې کوو چې چیرته لاړ شو ، څه واخلو او څه باید وکړو. یا کیدای شي د کوم نیک کار به اړه فکر وکړو. مګر په ندرت سره موږ د خپلو رواني اندیښنو او دا چې څنګه موږ خوشحاله او سپک کیدلی شو په اړه خبرې کوو. مهمه خبره دا ده چې ستاسو باید پر خپلو ریښتیني لومړیتوبونو او غوښتنو تمرکز وکړئ.

۱۰. پر خپلو وړتیاو تمرکز وکړئ

ایا تاسو ځیرک یا زړور یاستئ؟ یا هم کدای شي تاسو د لوبی په فکر کی یاست ؟! تاسو څنګه د دې ژوندانه ښه کولو لپاره دا ځانګړتیاوې کاروئ؟ دا بنسټیزې پوښتنې دي. هغه خلک چې د خپلو ضعفونو پرځای د خپل د وړتیاوو پر کارولو باندې تمرکز کوي معمولا خوښ وي.

دخپل ظرفیتونو درک کولو او کارولو وړتیا ل وروسته د خوښۍ څخه ډک ژوند کولو یوه غوره لاره ده او د یوې غوره نړۍ په جوړولو کې مرسته کوي.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

ولې شخصیت په پیسو نشو اخیستلای؟

په یوه بربنډ فلم کې د بې شرمۍ له لارې د شتمنۍ لپاره یوه طرحه …