کور پانه / ادب / روغتیا / د بادیانو خواص او روغتیایي ګټې یې

د بادیانو خواص او روغتیایي ګټې یې

باديان چې ژېړ وزمه سپينې دانې خوشبوی اوتريخ خوند لري دځانګړې (خاصيت) له مخې يې اغېزمنې وچه ګرمه په ډاګه شوې ده. ډېر ګټور ځکه بلل شوی دی چې سواديي او بلغمي ناروغۍ له مېنځه وړي.

د ينې، توري او پښتورګو غوټې او هغه اثرات چې د روانو چارو يې خڼډ ګرځي له بېخه ور کوي، د معدې او کولمودرد، د متيازو سوی يا لږوالی، د حيض لږوالی له مېنځه باسي او د هغو مېندو لپاره چې زوی لري په خوړو سره يې شودې زياتوي.

همدارنګه باديان پر پورتنيو ګټو سربېره يوه بله په زړه پورې ګټه دا لري چې نظر زياتوي اوقوت بصر ځواکمنوي او هر ډول بادي دردونه له مېنځه وړي.

پر پورتنيو باديانو سربېره يو ډول نور باديا ن هم شته چې د خطايي باديانو په نامه يادېږي او تور وزمه سره او ګرد جنه بڼه لري. خوند او نورې ټولې چارې او اغېزمنتياوې يې کټ مټ هماغه د نورو باديانو په څېر دي. ډېر ګټور دي خو طبيبان يې زيات کارونه ( استعمال ) د سرخوږۍ لامل ګڼلی.

د بادیان مصرفولو نورې ګټې:

بادیان د اوسپنې او امینواسید غوره منبع ده چې د کم خونۍ درملنه کې مرسته کوي.

وروسته له خوراکه د بادیان دانو خوړل هضم کې مرسته او د خولې بد بوی له منځه وړي.

بادیان د فابیر څخه ډک خوراکي توکي دي چې پر هضم له تاثیر سره سره د وینې کلسټرول هم ثابت ساتي.

د بادیانو بوټی د تنفسي ستونزو لکه برانشیټ او ټوخي درملنې لپاره هم خورا ګټور دی.

ژباړه: سلیمان

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

امیندوارې ښځې دې کچالو نه خوري؛ ځکه چې…

 یو علمي څیړنه وايي: کچالو دحامله ښځو شکر ناروغي زیاتوي، پوهانو دلسو کلونو لپاره د۱۵۰۰۰ …