کور پانه / خبرونه / د ای پي اېل پاتې سیالیو ترسراوي نیټه او ځای اعلان شول

د ای پي اېل پاتې سیالیو ترسراوي نیټه او ځای اعلان شول

د هند کرکټ کنټرول ادارې د یاد هېواد غوره لېګ یا ای پي ایل پاتې سیالیو ترسراوي نیټه او ځای اعلان کړه.

د یادې ادارې له لورې په دې اړه خپاره شویو مالوماتو کې راغلي چې دغه لوبې به د روان میلادي کال سپټمبر میاشتې په ۱۹مه نیټه په عربي متحده اماراتو کې پیل او د اکټوبر تر ۱۵مې نیټې به دوام وکړي.

دغه لوبې د همدې کال مې میاشتې په څلورمه نیټه د کرونا ویروس له کبله وروسته له هغه وځنډول شوې چې د ځینو لوبغاړو کرونا ټیسټ پایلې مثبتې راغلې.

د دې تر څنګ ویل کېږي چې انګلستان، ویسټ انډيز او بنګله دېش به د ای پي ایل دغو پاتو لوبو ته خپل لوبغاړي د مصروفیتو له کبله پرېنږدي

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

افغانستان نېمبیا ته په ستر توپیر سره ماتې ورکړه

افغانستان د ای سي سي شل اوریز نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن خپله …