کور پانه / ادب / د انګلیسي ژبې او نړۍ د فیلسوفانو هڅونکې ویناوې

د انګلیسي ژبې او نړۍ د فیلسوفانو هڅونکې ویناوې

۱ـ طلایي فرصتونو ته په تمه اوسه، خو نورمال او عادي فرصتونه له لاسه مه ورکوه.

«اوریسون سویټ مارډن»

۲- خلکو ته د یوې نمونې په توګه ګوره، خو تل کار په خپله خوښه کوه، کوښښ وکړه چې مثبت فکره ملګري ولرﺉ.

«ملیکه لطیفا»

۳- سخت کار کوه، مثبت فکره اوسه او سهار وختي پاڅیږه، دا د نړۍ یوه غوره ورځ ده.

«جیورج آلین سر»

۴- تل بد او منفي وضعیت په مثبت وضعیت بدل کړﺉ.

« میچل جوردن»

۵- هغه چې نن ورځ له لاسه ورکوي، صبا نشي موندلی. هیڅ ورځ له نن څخه ارزښتناکه نه ده.

« انډی رونی»

۶- خپلو فکرونو ته ارزښت ورکړﺉ، همدا فکرونه دي چې ترې ستاسو خبرې جوړېږي او همدا خبرې بیا ستاسو کړنې جوړېږي، خپلو کړنو ته ارزښت ورکړﺉ ځکه ستاسو کړنې ستاسو د شخصیت ښودنه کوي.

« مهاتما ګاندی»

۷- کله دې چې پیل وکړ، له خپلو ټولو شته امکاناتو ګټه واخله، کوم کار دې چې تر وسئ پوره وي وې کړه، خو هیڅ کله مه دریږه.

« ارتور اشی»

۸- کله چې هګۍ د باندني ځواک سره مخ شي نو ژوند یې پای ته رسي. کله چې هګۍ له دننه ځواک سره مخ شی نو ژوند پیل کیږي، غوره بدلونونه تل له دننني ځواک څخه پیل کیږي.

؟

۹- د غوره ژوند لرلو لپاره باید له ماتو ونه ویریږو.

؟

۱۰- مه پریږدئ چې پرون ورځ مو نن ورځ در خرابه کړﺉ.

« ویل روجرز»

ژباړن: عمر احمدزی

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

د اسلام او طب له نظره د سهار وختي پاسیدلو ګټې!

د اسلام مبارك دين خپل پيروان دشپې وختي ويده كيدو او سها ر وختي پا …