کور پانه / ادب / روغتیا / د انسان په روغه سټه کې د خوړو رول

د انسان په روغه سټه کې د خوړو رول

د انسان بدن هغه ماشين ته ورته دی چې خپله انرژي له خوړو څخه په لاس راوړي، کله چې خواړه وړ او د بشپړ قوت درلودونکی وي نو د بدن ماشين خپل کار او فعاليت په ښه ډول سرته رسوي،  خو که خواړه د کميت او کيفيت له پلوه نيمګړتيا ولري، نو بدن کمزوری او ويلې کېږي او ناروغۍ ورته راولاړېږي.

 د خوړو کچه او ډول د انسانانو په روغتيا او ناروغتيا کې په دې اندازه رول او اغېز لري آن تر دې چې يو شمېر  طبيبان په دې اند دي چې د خوړو په کچه او ډول کې په تغير راوستو او بدلون سره کولای شو د هر ډول ناروغۍ درملنه وکړو.

د دې ډلې طبيبانو په عقيده په ناروغۍ باندې د اخته کېدو د مخنيوي لپاره بايد وړ او په بشپړ مقدار خواړه استعمال شي، لږ خواړه بدن خوار او کمزوری کوي. په داسې حال کې چې ډېر خواړه د بدن د وينې د توليد او نورو جهازونو کې نا انډولي اوبي نظمي را مېنځ ته کوي، د کمو خوړو په صورت کې بدن ته په کافي اندازه خواړه نه رسېږي او د زيات خوراک له امله د کولمو د بندېدو او انسد اد احتمال پيدا کېږي.

که چېرې بدن ته پوره  قوت  او انرژي ور رسوي، بلکې هغه عمليه چې په کولمو او معده کې تر سره کېږي په نور مال حالت پاتې کېږي او فضله مواد د هاضمې او پوستکي له لارې په آسانۍ سره خارجېږي،  خو که خواړه مختلف الډوله او ناوړه وي نو په کولمو او معده کې  دننه عمليه د فضله موادو له دفع کولو څخه عاجزه پاتې کېږي او د ناروغۍ سبب ګرځي.

. موسی وياند

دا هم ولولئ

د فشار ناروغي او درملنه یې

High Blood Pressure or Arterial Hypertension دوينې لوړ فشار، هغه ناروغي ده چې په سلګونو …