کور پانه / عمومي مالومات / د اغېزمن شخصیت جوړېدو لپاره مهمې تګلارې

د اغېزمن شخصیت جوړېدو لپاره مهمې تګلارې

د اغېزمن شخصیت درلودل د هر چا هیله او اومید وي مګر د دغه ډول ورته شخص جوړېدو لپاره باید په خپل ژوند کې ځینې تګلارې عملي کړو ترڅو له مونږ څخه یو اغېزمن شخص جوړ کړې.

دا چې څنګه خلک زمونږ په اړه ښه احساس ولري او زمونږ شخصیت پرې اغېز وکړې دلته په دې ځانګړې مقاله کې مونږ تاسو ته د اغېزمن شخصیت جوړېدو لپاره کلیدي تګلارې په ډاګه کوو.

خلکو ته د هغوئ په نوم غږ وکړئ

که غواړئ چې ستاسو شخصیت پر نورو خلکو اغېز وکړې نو خپلو ملګرو ته مو د هغوئ په نوم او یا هم تخلص اخیستو باندې غږ وکړئ، ځکه څېړنو ښودلې ده چې یو چا ته د هغه په نوم باندې غږ کول هغوئ ته ښه احساس ورکوي.

یو چاته د دې پر ځای چې ووایاست سلام له دې به دا ښه وي چې د سیال لوري نوم هم پکې ذکر کړئ مثلاً: ((سلام احمده! څنګه یاست، ورځ مو څنګه ده؟ هیله لرم چې چارې به مو ښې پرمخ ځي/روانې وي.)) دا میتود تر ټولو ښه او غوره دی او دا میتود ستاسو د اغېزمن شخصیت جوړېدو لپاره خورا مهم دی.

ستاینه

په دویم قدم کې د اغېزمن شخصیت جوړېدو لپاره ستاینه تر ټولو مهمه ده نو پر همدې اساس د خپلو ملګرو ستاینه هېڅکله مه سپموئ، ملګرو ته مو داسې احساس ورکړئ چې ګواګې دوئ ډېر مهم او غښتلي دي.

دا چاره ستاسو پر ښه شخصیت دلالت کوي او سیال لوري ته ښه احساس ورکوي. نو له همدې کبله هڅه وکړئ چې هر څوک وهڅوئ او ستاینه یې وکړئ.

یو ښه اوریدونکی شئ

په دریم قدم کې د اغېزمن شخصیت جوړېدو لپاره دا مهمه ده چې یو ښه اوریدونکی شئ، له ملګرو سره د خبرو پر مهال مبایل له ځانه لرې کړئ او له هغوئ سره د سترګو اړیکه جوړه کړئ.

د ښه اوریدونکي او یا هم د ښه اوریدونکي جوړېدو لپاره بیلابېل تخنیکونه وکاروئ؛ یعنې هغوئ سره د خبرو پر مهال د سترګو اړیکه وساتئ او د خبرو په منځ کې موسکا وکړئ ترڅو هغوئ خبرو ته وهڅوئ.

. موسی وياند

دا هم ولولئ

څنګه وېره له منځه یوسو؟

هر څوک کله نا کله ډار/وېره تجربه کوي. ډار کولی شي چې احتمالي ډول باندې …