کور پانه / ادب / روغتیا / د آم له دغو حېرانوونکو ګټو خبر شئ

د آم له دغو حېرانوونکو ګټو خبر شئ

آم چې ډېر ښکلې او خوندوره مېوه ده په عمومي ډول دوه ډولونه لري. لومړی: تخمي يا خسک امونه. دويم قلمي يا پيوندي امونه. خو پيوندي امونه بيا څو ډوله لري لکه:

سرولي، مالده، چونسه، رحمت خاص، الفانسو، لنګړه، پرنس، بېګم پسند، سفيده، دسهري. سيندوريا، زردالو، ثريا، فجري ګوــله، مغليه حيدر آباد، فجري کلان، او طوطاپري.

په هر حال هر هغه ام چې ښه پوخ او خوږ وي د خاصيت له پلوه لوند ګرم او ځينو خلکو وچ ګرم ښودلی دی. بايد يادونه وکړم ام چې څومره تريو وي هماغومره يې ګرمواله کم وي. او له نويو څېړونو څخه معلومه شوې چې په هرو سلو ګرامو آمونو کې ۲۸ کالورۍ تودوخه وي. سره له دې چې آم وينه پيدا کوي، زړه، معدې، کولمو، ماغزو او ټول بدن ته قوت وربښي او قوت باه زياتوي، دغه لاندې مواد هم لري.

۱. پروټين (لحميات) ­­­­­­­­­­­­­……………………………………………………….. ۶/۱ ګرام ٪

۲. غوړ ( شحميات) …………………………………………………………. ۴/۰ ګرام ٪

۳. نشايسته ( کاربوهايډرېټ) ……………………………………………… ۹/۱۶ ګرام ٪

۴. کلسېم …………………………………………………………………….. ۱۴ ملي ګرامه ٪

۵. پولاد ……………………………………………………………………… ۳/۱ ملي ګرامه ٪

۶. فاسفورس ……………………………………………………………….. ۱۸ ملي ګرامه ٪

۷. ويټامین ب (۱) b1 – v ………………………………………………. ۰۸/۰ ملي ګرامه ٪

۸ . ويټامين ب (۲) b2 –v ……………………………………………… ۰۹/۰ ملي ګرامه ٪

۹. ويټامين ج ……………………………………………………………. ۱۶ څخه ۴۱ ملي ګرامه٪

۱۰. ويټامين سي ………………………………………………………… ۱۳/۰ ملي ګرامه٪

که چېرې اومه ام په ګرمه ايره کې خښ کړل شي، او بيا له زبېښلو څخه وروسته يې له جوس سره خوږه ګډه کړل شي، د هغه رنځور لپاره چې جل وهلی وي يا يې د ګرمۍ څخه نس ناستی وي او يا قی کوي د ټک پتري درمل په څېر کار کوي. ويل شوي چې ام يو څه دروندوالی لري خو دغه هغه (دروندوالی) يې د شودو او يا جامبو يانې جامن ( چې د سوابېرې په څېر تور رنګه مېوه ده) په مرسته له مېنځه ځي او ژر هضمېږي.

پټه دې پاتې نه وي که څه هم آم ډېره ګټوره او په زړه پورې مېوه ده خو د هغو کسانو لپاره چې زکام (والګی)، ټوخی، سابندي او یخه بلغمي ناروغي ولري زیانمن او تاواني دی. او د اعصابو لپاره هم زیان رسوي. ویل کېږي چې ځینې کوچنیان اومه او تریو آم له مالګې سره خوري چې دغه کار ورته ډېر تاوانی دی، غاښونه يې خرابېږي، زکام او ټوخی يې هم را پیدا کېږي. همدا راز ام په نهاره خوړل نه دي پکار ځکه چې هاضمه خرابوي او د نس ناستي او نسخوږي لامل ګرځي.

ژباړه: سلیمان

. موسی وياند

دا هم ولولئ

د فشار ناروغي او درملنه یې

High Blood Pressure or Arterial Hypertension دوينې لوړ فشار، هغه ناروغي ده چې په سلګونو …