کور پانه / ادب / روغتیا / دویم واده عمر ډېروي-څېړنه وايي

دویم واده عمر ډېروي-څېړنه وايي

د روغتیا نړۍ والې ټولنې لخوا د دویم واده د روغتیايي ګټو په اړه یوه څېړنه ترسره کړې ده، په یاده څېړنه کې دا ثابته شوې ده، چې د دوه ښځو د خاوند د نورو کسانو په پرتله د ۱۲ سلنې په اندازه زیات عمر لري.

نوموړې ټولنې دغې څیړنې احصائیه په هغو هیوادونو کې چمتو کړې، چې ګڼ ودونه په کې روا او قانوني حق ورکړل شوی دی.

ډایلي میل ورځپاڼه د یادې څیړنې په استناد لیکلي: کوم سړي چې څو ودونه کړي وي د سپین ږیرتوب پر مهال یې ښه پالنه کیږي او زیات عمر کوي.

همدارنګه د برتانیې په« بت سپا »پوهنتون کې د ارواپوهنې ډاکټران وايي:

“که ته څو ښځې ولرې نو ښه به پالل کیږې، او تر ډیره به ژوندی وې”.

نوموړي ډاکټران د څو ودونو د روغتیايي فایدو په لړۍ کې زیاتوي:

“مونږ ته دا ثابته شوې چې آن که چیرې یو مجرد سړی له یو داسې چا سره مقایسه کړو چې یو واده ولري، د یو واده د خاوند عمر لا د مجرد په پرتله زیات وي”.

څه وخت مخکې د سعودي په «نورة السعودیه» پوهنتون کې له ښځېنه محصلینو ټولپوښتنه وشوه، چې ۶۱ سلنه ښځینه محصلینو له متأهل سړي سره واده کول خوښول.

د نړۍ والې روغتیايي ټولنې لخوا دغه څېړنه د باور وړ بللې، چې په استناد ولاړه ده.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

د سالم بدن لرلو لپاره شات وخورئ

د انسان بدن د خپلې سلامتيا او غښتلتيا لپاره ډول ډول خوراکونو ته اړتيا لري، …