که څه هم پیاز د زړه ناروغیو په مخنیوي کې بنسټېز رول لري خو د یوې ډلې خلکو لپاره یې کارول منع شوي دي.
د تغذې په برخه کې پوه نتالیا انفدووا وایي، پیاز د ویټامینونو، معدني موادوو، فیبر او ډېری ګیاهي مغذي موادو لرونکي دي.
انفدووا زیاته کړه، پیاز د خپل ځانګړي ترکیب سره کولای شي په بدن کې مکروبونه لمنځه یوسي او د بدن ایمني یا د فاعي سیستم غښتلی کړي:
پیاز د دې تر څنګ چې ویټامینونه او معدني مواد لکه ویټامین سي او ویټامین بي، فیبرونه او ډېری ګیاهي مواد لکه فلاونوئیدونه چې د انټي اکسیدان په توګه عمل کوي لري همدا راز د په بدن کې مکروبونه هم له منځه وړي.
نوموړي روغیتا پوه همدا راز وویل:
پیاز د بدن ایمني یا دفاعي سیستم غښتلي کولو تر څنګ د زړه او شیریانونو ناروغیو ګواښونو، د شکر او تومورونو او د خوړو د ډېرې مالګې خوند له منځه وړلو کې هم مرسته کوي.
خو په عین حال کې یې، خبرداری ورکړ چې پیاز یوازې د درملو په توګه نه کارول کېږي او تاکید یې وکړ چې د سابو مصرف باید په منظم ډول ترسره شې. د پیاز منفي ټکی یوازې له خولې څخه د بد بوی تلل نه دي. بلکه د بدن پوستکي څخه مه راوځي.
او هغه کسان چې د کولومو تحریکېدونکی سندروم، د معدې درد یا د زړه د سر سوخت ناروغیو څخه رنځ وړي غوره ده چې د پیاز له خوړلو څخه ډډه وکړي.