کور پانه / ادب / روغتیا / دغه څښاک مو وزن کموي

دغه څښاک مو وزن کموي

یوې نوې څېړنې ښودلې چې په ورځ کې څلور ګیلاسه قهوه څښکل کولای شي په بدن کې غوړ جوړونکي جینونه خنثی کړي او په دې سره مو په وزن کې کموالی راشي.

څیړونکو د امریکایي ایلینویز پوهنتون کې پر مږکانو د کافئین کارول وه ازمایل او دایې لاسته راوړه چې څلور ګیلاسه قهوه په ورځ کې د غوړ له ذخیره کیدو څخه مخ نیوی کوي.

په دغو ازمایښتونو کې مالومه شوه چې هغه مږکانو چې دغه څښاک مصرفوي په څلورو اوونیو کې یې ۲۲ سلنه د بدن غوړ له لاسه ورکړی وو.

د یادې څېړنې مالوماتو پر بنسټ چې پر مږکانو ترسره شوه وښودل شوه چې په ورځ کې د څلورو ګیلاسونو قهوې څښکل ستاسو د بدن غوړ له ناسالمه خوړو ورسته راکم کړي.

دغه څېړنو وښودله چې کافئین په بدن کې د غوړ جوړولو څخه مخ نیوی کوي دا په دې مانا ده چې د غوړ حجرې په بدن کې له طبیعي حالت څخه کم ذخیره کیږي.

د ساینس پوهانو په وینا، د کافئین اغیزې د جینونو فعالیت کموي چې د وزن زیاتوالي کې برخه اخلي.

د ایلینویز پوهنتون پوهانو استدلال کړی چې د میټ چای په نامه د چای یو بوټی دی چې روغتیا ته ګټې لري چې په قهوه کې موجود کافئین هم یاد بوټې اغیزې په ځان کې لري.

د دې مطالعې پایلې کولای شي و ښایي چې کافئین د ډیر وزن ، چاقۍ ، او میټابولیک اختلالاتو مخنیوي وکړي.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

مسج کول مو فشار ټیټوي-څېړنه

پوهانو وايي: دټیلفون له لارې دلنډو پیغامونوSMS لیږد له سړی سره دا مرسته کوي، چې …