کور پانه / لوبې / افغان کرکټ / دغه ځوان افغان لوبغاړي به په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې راج وکړي

دغه ځوان افغان لوبغاړي به په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې راج وکړي

د کرکټ مجلي یوې نظر پښتنې له مخې هغه شل لوبغاړي په ګوته شوي چې په راتلونکو لسو کلونو کې به د کرکټ په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې راج وکړي.

 

دغه شل کسیز لیست کې د څلورو افغان لوبغاړو نومونه هم ذکر شوي دي.

 

دغه نظر پوښتنه د یادې مجلې له لوري د کرکټ نړیوالو روزونکو، مبصرینو، کارپوهانو او مشهور لوبغاړو څخه پوښتل شوې ده.

 

دغه شل کسیز لېست کې لومړۍ افغان لوبغاړی نور احمد لکڼوال دی ورپسې ابراهیم ځډراڼ، رحمان الله ګربز او قیس احمد نومونه راغلي دي چې په راتلونکي کې به په نړیوالو شل اوریزو لوبو راج وکړي.

 

اوس د افغانستان ډېری کرکټ مبصرین وایي، د یادو څلورو لوبغاړو په څېر داسې ډېر نور افغان ځوانان هم شته چې په کرکټ کې ډېر استعدادونه لري خو اړتیا ده چې موقع ورکړل شي.

 

د دوی په وینا د افغانستان کرکټ بورډ کې اوس مقرریانې یوازې په واسطو او رابطو روانې دي او ځوانو لوبغاړو ته چانس نه ورکول کېږي.

 

دغه مجله چې د کورني او نړیوال کرکټ په اړه په کې په زړه پورې مطالب شننې تبصرې، دلوبو روان بهیر، د کرکټ په برخه کې ستونزو، لاسته راوړنو په اړه مطالب خپرېږي له تېرو څو کلونو راهېسې د افغانستان کرکټ بورډ له لوري په رسمي ډول خپرېږي.

 

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

د لنکا پریمیر لیګ دوېم پړاو لپاره اتو افغان لوبغاړو نوم لیکنه کړې

د سریلانکا هېواد مشهوره تجارتې کریکټ سیالیو دوېم پړاو لپاره ۸ افغان لوبغاړو خپل نومونه …