کور پانه / ادب / روغتیا / دغه ویټامین ډیر مه مصرفوئ

دغه ویټامین ډیر مه مصرفوئ

ډاکټرانو خبرداری ورکړی چې د ویټامین بي۱۲ (B12) ډیر مصزفول بدن ته زیان رسولی شي.

نویو طبي څېړنو ښودلې چې په وینه کې د ویټامین بي۱۲ (B12) ډیریدل کولای شي د ژر مړه کیدو خطر زیات کړي.

ويټامین بي۱۲ په بدن کې ډیر مهم او حیاتي رول لري چې د وېنې او اعصابو حجرو څخه ساتنه کوي او ډیری کسان خپل بدن اړتیا دغه ویټامین ته د هغو خوړو په مرسته پوره کوي چې په ځان کې په لوړه کچه ویټامین بي۱۲ لري. له همدې امله هغه خلک چې د دغه ویټامین کنښت سره مخ وي او یا یې بدن د جذبولو وړتیا نه لري نو د (B12) له ټابلیټونو څخه کار اخلي.

په هرصورت د دې څېړنو پایلې ښایي چې د یاد شوي ويټامین ډیریدل په وېنه کې د انسان سلامتیا ته زیانمن تمامیدلی شي.

په هالنډ کې د طبي پوهانو یوې ډلې پر ۵۵۷۱ کسانو چې ښځې او نران ورکې شامل ول او حدی‌اقل عمر یې۵۴ کاله و د ويټامین بي۱۲ کچې ارزولو په موخه څېړنې ترسره کړې ، هر یو په یواري ډول ټول ويټامین نه کارول بلکې د اته کلونو په اوږدو کې تر ارزونې او کنټرول لاندې ول.

څېړونکو معلوم فکټورونه چې مړینه کې یې اغیزه ډیره ده لکه سن، جنسیت، نشي توکې او الکول، دزړه او سرطاني ناروغۍ، شکر او همدا راز د ځیګر او پښتورګو ناروغي په پام کې ونیول.

د نیویارک ټایمز راپور له مخې، د څېړنو ورستیو پایلو ښودلې چې په هغو خلکو کې چې ويټامین بي۱۲ یې ډیر مصرفول د مرګ خطر یې زیات وو. د دغو لاسته راوړنو سره سره لاهم طبي څېړونکې د دې لامل په اړه نه دي پوه شوي خو وایي په دې اړه څېړنې روانې دي او ډیرو مطالعاتوته اړتیا ده.

. موسی وياند

دا هم ولولئ

د خوږې بورې ترخه زیانونه!

بوره د خوړو یو ډول دی چې له ګنیو ترلاسه کېږي، د ګنیو تر څنګ …