کور پانه / عمومي مالومات / دغه میلیاردر د کالې یوازې یو ډالر تنخوا لري

دغه میلیاردر د کالې یوازې یو ډالر تنخوا لري


بیزنیس انسایډر مجله وایي، د فیسبوک کمپنی بنسټګر مارک زاکربرګ چې شرکت یې ۱۰۷ میلیارده ډالر ارزښت لري، دی خپله بیا د میاشتي یوازې یو ډالر معاش یا تنخوا اخلي.

دغه مجله وایي یاد مالومات یې د مارک زاکربرګ له ویزې مالوم کړی؛ د امریکا قانون له مخې هلته چې د نورو هېوادونو وګړي د کار لپاره ځي نو په ویزو کې یې د هغوی تنخوا هم لیکل کېږي.

مجلې کې همدا راز لیکل شوي، د یاد شرکت کارکونکي ان تر ۲۶۵ زرو ډالرو پورې تنخوا اخلي خو په یاد شر کت کې تر ټول ټېټ معاش د زاکربرګ دی.

مارک زاکربرګ د نړۍ یو له شتمنو کسانو څخه دی چې سرمایه یې تر ۱۰۰ میلیونو ډالرو رسېږي.

. وياند

دا هم ولولئ

څنګه خپله اشتها ډېره کړو؟

څه وخورم؟ له لاندې ذکر شویو خوړو څخه هر یو یې د اشتها ډېریدو لامل …