کور پانه / ادب / روغتیا / دا ډول آمونه هېڅکله مه اخلئ!

دا ډول آمونه هېڅکله مه اخلئ!

آم چې یوه ژېړ رنګ لرونکي مېوه ده او د ګرمۍ مېوه بلل کېږي چې تر ډېره په ګرمۍ کې دا مېوه پېرل کېږي او خورا تود بازار په کرمۍ کې لري.

مګر له نورو روغتیایې ګټو سربېره ځینې آمونه چې د دې پر ځای بدن ته مو ګټه ورسوي زیان رسوي، چې دلته د هغو آمونو په تړاو غږېږو.

تازه یوې پاکستانۍ ورځپاڼې د نامتو ژورنالېست حامد میر له قوله په خپره کړې مقاله کې لیکلې دي، مخکې له دې چې آم وپېرئ لومړی ځان ډاډه کړئ چې دا آم په طبیعي توګه پوخ شوی دی او که یا هم د کلسیم کاربایډ په وسیله پوخ شوی دی.

حامد میر په خپل رسمي ټوېټر اکاونټ باندې په یو ټوېټ کې لیکلې دي: ((د آمونو خوړلو په اړه ډاډه اوسئ، مګر مخکې لدې چې تاسو آمونه واخلئ، نو لومړی ځان ډاډه کړئ چې هغه آمونه چې تاسو یې له بازار څخه اخلئ د کلسیم کاربایډ په مرسته نه دي پخ شوې. که چیرې دا آمونه د دې زهرجنې مادې په مرسته پخ شوې وي، نو امکان شته چې دا تاسو په سرطان ناروغۍ اخته کړې، پداسې حال کې چې د خوړو ادارې هم د دې کیمیاوي توکو کارولو باندې بندیز لګولی دی.))

نو که چیرې تاسې په بازار کې آمونه اخلئ نو لومړی دا معلومه کړئ چې یاد امونه خو به د کیمیاوي توکو په مرسته پخ شوې نه وي.

د یادولو وړ ده چې ډیری مېوه پلورونکي هټۍ وال ډیری میوې د کیمیاوي توکو په مرسته ژر او له وخت وړاندې پخه وي؛ چې دا چاره د انسان په بدن د ګڼو ناروغیو لامل هم کېدلی شي او د روغتیا نړیوال سازمان هم په دې کار باندې د محددیت وړاندېز کړی دی.

. كاروان

دا هم ولولئ

مسج کول مو فشار ټیټوي-څېړنه

پوهانو وايي: دټیلفون له لارې دلنډو پیغامونوSMS لیږد له سړی سره دا مرسته کوي، چې …