د تبلیغاتو په برخه کې د ماشومانو کارونه له کلونو راهیسې د یو کسب په ډول کارول کېږي. ماشومان د سن په بېلابېلو برخو کې کله د خپلې کورنۍ لپاره د عاید یوه ښه منبع جوړېږي. له که دغه خیټوره جلۍ چې په فیسبوک او انسټاګرام کې ځانګړی شهرت لري.
د دغې خیټورې ماشمومې جلۍ انځورونو د فیسبوک او انسټاګرام ډېرو کارونکو د استقبال او خوښې وړ وګرځیدل. او همدا استقبال د هغې پلار ته په لوړې کچې د عاید منبع وګرځیده.
د غه مینه ناکه جلۍ چې فیونا نومېږي، په کلي ډول له خواړو سره ځانګړې علاقه لري. پلار یې هم په دوامداره دول د هغې انځورونه اخلي فیسبوک او انسټاګرام ته یې پورته کوي.
اوس چې د دغې ماشو انځورونو له خپریود او په لوړه کچه د لیدلکېدو څخه یو څه موده تېره شوې، او د فیونا د انسټاګرام پاڼې د پام وړ فالورز پیدا کړي د تبلیغاتو مسله هم مطرح کېږي
.
د رستورانتونو او خوراکي توکو تولید کوونکو وړاندیزونو د فیونا پلار په ډېرې لوړې کچې عاید ترلاسه کولو ته رسولئ.