کور پانه / ادب / خپل ماشومان ولې غیږ کې ونیسو

خپل ماشومان ولې غیږ کې ونیسو

له غیږې نه مو موخه ریښتینې غیږه ده نه داچې یواځې یې ځان ته نږدې کړو او له مخ څخه یې په ټوکو ښکل کړو.

د ماشوم په غیږه کې نیولو څخه مو موخه د هغه داسې په غیږه کې نیول دې چې ستاسو د زړه غږ د اوږد مهاله وخت لپاره واوري ستاسو د بدن تودوخه احساس کړي او ځان ستاسو په غیږه کې هغوی ته د امنیت حس ورکول شي. په غیږه کې نیولو څخه موخه هماغه سنتی نیول دې چې کیداشي ستاسو والدینو هم ستاسو په حق کې دا کار ترسره کړی وي. خپل ماشومانو په غیږ کې نیول خپل ورځینی عادت وګرځوئ.

لږ فکر وکړئ ایا نن مو خپل ماشوم په غیږ کې نیولی؟ که مو غیږ کې نه وي نیولی دلیل یې څه ده؟ ایا کومه ځانګړی موانع مو ترمنځ ده؟ آیا له یاده مو وتلی او یا فکر کوئ که چیرته یې غیږ کې ونیسم نو نازولی به شي؟ دا ډیره دې حیرانتیا خبره ده چې ځیني خلک د خپلو ماشومانو په غیږ کې نیولو سره شرمیږي. په حقیقت کې دوی د خپل ماشومانو ته د خپلې مینې په ښودلو سره خفه کیږي.

خو ځیني بیا په دې اند وي چې ماشوم په غیږ کې نیول او هغوی ته د خپل احساساتو څرګندول په راتلونکي کې د هغوی د احساستي کیدو لامل کيږي چې کیدای شي په راتلونکي کې د پریکړو پر مهال دعقل او منطق پر ځای احساساتو ته نسبت ورکړي. دغه فکر سم نه ده د ماشومانو غیږ کې نیول د هغوی په ذهن او منطق هیڅ کومه منفی اغیز نه لري بلکه په دې اړه ډیرو مطالعو څرګنده کړې چې د ماشومانو په غیږ کې نیول د هغوی د ذهني پیاوړتیا لامل کیږي.

د ماشوم په غیږ کې نیولو ګټې

د ماشومانو په غیږ کې نیول د هغوی د بدن او روح ارامتیا لپاره ډیره ګټه لري. دماشوم په غیږ کې نیول په اصل کې هغوی ته هیڅ کوم زیان نه رسوي نه د هغوی په نازولي کیدو او بی تربیه کیدو کې ونډه لري. بلکې د هغو پرځان باور ډیروي او په هغوی کې یو ډول د امنیت احساس رامنځته کېږي دماشوم په غیږ کې نیول د هغوی روح تر خپل تاثیر لاندې راولي او دهغه تاوتریخوالی له منځه وړي. دا خبره هغه وخت خپل ارزښت پیدا کوي چې کله یو ماشوم په یوه مدرنه او نني ټولنه کې د ژوند له ټولو ستونزو او ناخوالو سره ژوند وکړي.

د ماشوم د یواځې توب احساس، اضطراب، قهر او نارحتي کله چې د والدینو په غیږ کې وي له منځه ځي. کله چې والدین خپل ماشومان په غیږه کې نیسي د هغوی او ماشوم ترمنځ یې اړیکې نږدې کیږي چې دا کار په راتلونکې کې د ماشوم په شخصیت ډیره اغیزه لري. هغه ماشومان چې له خپلو والدینو سره نږدې اړیکې لري په ډیر ډاډ سره کولای شي چې خپلې ستونزې له خبلو والدینو سره شریکې کړي. چې دا عادت به یې بیا تر لوۍ والي پورې هم له یاده ونه وځي.

د خلکو په غیږ کې نیولو سره د هغوی پر روح او روان خورا اغیز لري. دغه ټکې په ټولو خلکو حتا په لویانو ته هم صدق کوي. د یوبل په غیږ کې نیول د اړیکو نږدیوالي کې موثره ده. که باور مو نه راځي نو وه یې ازمایئ. له نن څخه خپل ماشومان ډیر په غیږ کې ونسئ او خپله مینه ورته وښایئ ډیر ژر به ووینئ چې له هغوی سره مو اړیکې څومره ښې شوي دي. د خلکو په غیږه کې نیول د ټولنې له فرهنګونو سره هم اړیکه لري.

په ځینو ټولنو کې د خلک خپل ځانګړی مقید شخصي حریم لري چې غربي ټولنه یې یوه ښه بیلکه ده. خو د ختیځې نړۍ خلک بیا داسې نه دي د دوی ترمنځ د احساساتو او مینې ښودل هم ډیر په اسانۍ سره یوبل ته ښکاره کوي. خو د ماشومانو په غیږ کې نیول او هغوی ته مینه ورکول یې په فرهنک او راواجنو کې ډیر کم لیدل کیږي. والدین باید پوه شي چې د ماشومانو په غیږ کې نیول یې یوه دنده ده. ځکه ماشومان د عاطفي رشد لپاره دې حس ته اړتیا لري چې والدین نه باید دا حمایت له خپلو ماشومانو څخه دریغ کړي.

تمرین یې کړئ

که چیر ته تاسو له هغو والدینو څخه یئ چې خپل ماشومان ډیره په غیږ کې نیسئ نو باید تاسو ته مبارکې وویل شي. خو که داسې نه وي او غواړئ چې له نن وروسته مو پریکړه بدله کړئ نو په خپله رویه کې مو له همدا نن څخه بدلون راولئ. د دې لپاره یواځنۍ توصیه چې کولای یې شو هغه تمرین کول دي، د رفتار او عادت بدلو دومره اسان کار نه ده،

ځیني کسان ذاتآ بیرون‌ګرا وي او کولای شي په اسانۍ او حتا په ناخبرۍ سره خپل احساسات نورو ته وښایي. خو ځیني نور بیا درون‌ګرا وي چې دا ډله خلک نشي کولای خپل احساسات نورته بیان کړي.چې دا ځانګړتیا یې ډیری وخت په بې عاطفې کیږي. خو واقیعت دا ده چې دا ډول خلک په دغه ډول رفتار کولو عادت شوي دي. چې د دغه عادت د بدلون لپاره ډیر تمرین ته اړتیا ده. نو غوره ده چې له همدا نن څخه پیل وکړئ او د خپلو احساساتو بیانول خپلو ماشومانو ته پیل کړئ. همدا نن شپه له ویده کیدو څخه وړاندې خپل ماشوم په غیږ کې ونیسئ. ا سهار هم هِغه ته په غیږې ورکولو سره سهار په خیر ووایاست او همدا رنګه د ورځې په اوږدو کې هم څوځلي یې په بېلابېلو بهانو په غیږ کې ونیسئ د ماشومانو په غیږ کې نیولو لپاره هیڅ کوم محدودیت وجود نه لري.

. موسی وياند

دا هم ولولئ

څنګه ليکوالي زده کړو؟

ليکنه : محمد آصف ” احمدزی” ليکل او ليکوالي هغه څه دي چې هر انسان …