کور پانه / عمومي مالومات / جالب / خلک یو ته حیران؛ خو دغه کس اته ودونه وکړل

خلک یو ته حیران؛ خو دغه کس اته ودونه وکړل

خلک د یوه واده کولو وس نه لري خو په ټايلنډ کې داسې ځوان پیدا شوی چې یو نه دوه نه بلکي اته ودونه يې کړي دي او جالبه لا دا چې ټولې ښځې یې په یو کور کې اوسېږي او په خوشحالۍ ژوند کوي.

دغه ټایلنډی ځوان «اونګ ډیم سروت» په دې اړه یوټیوب کې ویډیو خپره کړئ او خپلې اته واړه ښځې یې په کې معرفي کړي دي د معرفت ترڅنګ یې دا هم روښانه کړئ چې له کومې ښځې سره څنګ او چیرته مخامخ شوی دی.

نوموړی وایي، له خپلې لومړی میرمن «نونګ اسپرایټ» سره یې په لومړي ځل د خپل یو ملګري واده کې وکتل او هلته یې ورته د واده وړاندېز وکړ.

دې ده په وینا دوهمه ښځه یې په یوه مارکیټ او دریمه میرمنه یې په روغتون کښې لیدلي وه .

څلورمې ، پینځمې او شپږمې سره همداسې په ترتیب اینسټاګرام ، فیسبوک او ټیک ټاک کې معرفي شوی.

همدا راز خپلې اوومې مېرمنې سره عبادت ځای او اتمېسره یې په بازار کې لیدنه شوې.

د دغه بختور کس میرمنو دې یو ډیر ښه او مهربانه کس بللی او ټولې ترې خوشحاله دي.

دوی زیاته وي چې اونګ ډیم سروت دوې تل خوشحالې ساتي او ټولو سره یوشان چلند کوي دوی هم هیڅ کله جنګ جګړې نه کوي.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

عجیبه ناروغي، د ۵۰ کلن سړي پر ژبه ویښتان راختلي

د امریکا ځايي رسنیو راپورنو له مخې، دغه هېواد کې یوکس په داسې عجیبه ناروغۍ …