کور پانه / خبرونه / حضرت الله ځاځي په PSL کې ریکارډ جوړ کړ

حضرت الله ځاځي په PSL کې ریکارډ جوړ کړ

د پاکستان غوره لېګ په لوبو په دوام کې تېره ورځ د پيښور زلمو او کراچۍ کېنګز لوبډلو ترمنځ سیالۍ ترسره شوه چې یادې  سیالۍ کې افغان لوبغاړي حضرت الله ځاځي د چټکې پنځوسیزې جوړولو ریکارډ جوړ کړ.

نوموړي د پيښور زلمو لوبډلې په ګټه یوازې په ۱۷ توپونو پنځوسیزه جوړه کړه او په پي اس ایل کې یې په خپل نو دغه شریک رکارډ ثبت کړ.

تر دې وړاندې کامران اکمل او اصف علي هم په ۱۷ توپونو پنځوسیزې جوړې کړې وي.

یاده دې وي چې په روان پي اس ایل کې دا د حضرت الله ځاځي لومړنۍ لوبه هم وه.

هغه بیا په یادې لوبې کې ټول ټال په ۲۶ توپونو ۶۳ منډې جوړې کړې او د همدې توپ وهنې پر مټ یې خپله لوبډله بریا ته ورسوله.

نن به د یاد لیګ لوبو په دوام د ملتان سلطانس او کویټه ګلاډیاټورس لوبډلو ترمنځ سیالۍ ترسره شي.

. موسی وياند

دا هم ولولئ

وهاب ریاض: PCB دې ملي لوبډلې کې ماته د اړتیا لرلو یا نه لرلو پریکړه وکړي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی وهاب ریاض وایي، د یاد هېواد کرکټ بورډ غوراوي …