کور پانه / خبرونه / جعفر هاند ته د افغان کرکټ افتخاري سفیر مقام ورکړل شو

جعفر هاند ته د افغان کرکټ افتخاري سفیر مقام ورکړل شو

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د هېواد تکړه او پېژندل شوی خبریال او د کرکټ په برخه کې مبصر او شنونکی محمد جعفر هاند ته د کرکټ په برخه کې د کړو خدمتونه له کبله د کرکټ افتخاري سفیر مقام ورکړل شو.

د یاد بورډ له لوري په خپره شوې خبر پاڼې کې راغلي، هر څوک چې د کرکټ په برخه کې خدمتونه وکړي دوی یې ستایي او جعفر هاند یې هم د کرکټ په برخه کې دکړو خدمتونو او وروستي کتاب چاپلو وروسته ستایلی تر څو لا ډېر خدمتونه ترسره کړي:

دا چې ښاغلی جعفر هاند ډېری وخت پر کرکټ غوره څېړنيز راپورونه لیکي، کرکټ ته ژور پوښښ ورکوي او په دې وروستیو کې یې د کرکټ په اړه په زړه پوری او هر اړخیز کتاب هم لیکلی دی؛ د اداري په استازیتوب ورته د افغان کرکټ د افتخاري سفیر ویاړ ورکوم، ترڅو نوموړی لا ډېر وهڅول شي او افغان کرکټ ته لا ډېر خدمتونه وکړي

د کرکټ په ډګر کې د محمد جعفر هاند نوی اثر د (درې پېړۍ په نړۍ او افغانستان کې، د کرکټ تاریخ) تر عنوان لاندې هم په دې وروستیو ورځو کې له چاپه را ووت.

Photo surce: ACB

په یاد کتاب کې ښاغلي هاند د افغان کرکټ د تاریخ، مخینې، خاطرو، لاسته راوړنو او د لوبغاړو ځلېدو ته اشاره کړې ده.

خبر پاڼې همدا راز زیاته کړې چې د بورډ رییس د نوموړي ددغه چاپ شوي اثر ستاینه هم کړې او دا اثر یې د کرکټ په برخه کې لومړنۍ اثر بللی چې په دومره ښه ډول او د ژور تحقیق سره لیکل شوی.

. وياند

دا هم ولولئ

ای پي ال: راجستان د ۷ ویکټو په توپیر چینای ته ماتې ورکړه

د هند غوره لېګ یا IPL سیالیو په لړ کې تېر ماښام د راجستان رویلز …