کور پانه / عمومي مالومات / جالب / جالب: هند کې دوه سره ماشوم زېږېدلی؛ يوازې سر نه بلکې…

جالب: هند کې دوه سره ماشوم زېږېدلی؛ يوازې سر نه بلکې…

د هند ځايي رسنۍ وايي، په یاد هېواد کې یو داسې ماشوم زیږیدلی دی چې دوه سرونه ، درې لاسونه او دوه زړونه لري چې ډاکټران یې له حده ډېر حیران کړي دي .

دغه ماشوم چې د هند په مدهیا پردیش صوبې کښې زیږیدلی دی ډاکټران یې په اړه وايي چې د دا‌ ډول ماشوم زیږیدا ته په طبي ژبه کښې ډايي سیفیلک پیراپیګس ویل کیږي .

دوی زیاته کړې په دغه ډول مواردو کې په یوه اورمیګ کې اضافي سر یا د بدن غړي جوړيږي او داسې ماشومان عموما مړه زیږیږي خو دغه ماشوم تراوسه ژوندی دی چې دا یوه عجیبه خبره او معجزه ده .

د دغه عجيب الخلقه ماشوم پلار سهیل او مور شاهین خان نومیږي او دوې د خپل بچي له حالت خبر دي .

د هندوستان ډاکټرانو تراوسه د دغه ماشوم له جراحۍ او اپریشن کولو ډډه کړي ده .

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

جاپان نوی خو جالب قانون وضع کړ؛ چاغو کسانو ته یې بدخبر

د جاپاني رسنیو راپورونو له مخې، د یاد هېواد حکومت د چاغوالي څخه دې مخنیوي …