کور پانه / لوبې /  بي سي سي ای د IPL په اړه وروستي مالومات خپاره کړل

 بي سي سي ای د IPL په اړه وروستي مالومات خپاره کړل

هند کرکټ بورډ نن د یاد  هېواد غوره ليګ یا ای پي ایل په اړه وروستي مالومات خپاره کړل چې په یادو مالوماتو کې د دغه لېګ پیل او پای نیټې په اړه هم ویل شوي دي.

د یاد بورډ له لوري په خپاره شویو مالوماتو کې راغلي چې دغه لېګ به د ګڼ شمېر بهرنیو لوبغاړو په ګډون د روان کال، راتلونکې اپریل میاشتې په نهمه نیټه پیل شي.

د دغه لېګ لوبې چې په هندوستان دننه ترسره کېږي د همدې کال مۍ میاشتې تر ۳۰مې نیټې به دوام وکړي.

ویل کېږي چې بي سي سي آی اداره غواړې دې پړاو ای پي ایل سیالیو کې ګڼ شمېر نندارچیانو ته د ګډون زمینه برابره کړي.

ای پي ایل د نړۍ یو له مشهورو لیګونو څخه دی چې تر دې مهال یې دیارلس پړاونه ترسره شي دي او راتلونکی پړاو یې څوارلسم پړاو دی.

 دې پړاو سیالیو ته د نورو بهرنیو لوبغاړو ترڅنګ درې افغان لوبغاړي راشد خان، محمد نبي او مجیب الرحمن هم اخیستل شوي دي.

دغه درې واړه افغان لوبغاړي د سنرایزر حیدراباد لوبډلې په ګټه لوبېږي.

. موسی وياند

دا هم ولولئ

عمران خان:هند د نړۍ یوه غښتلې لوبډله ده

د پاکستان لومړي وزیر او د کرکټ پخواني لومړي وزیر عمران خان وایي، د هند …