کور پانه / خبرونه / بنګله دېش کرکټ بورډ: سږ کال BPL سیالۍ نه ترسره کېږي

بنګله دېش کرکټ بورډ: سږ کال BPL سیالۍ نه ترسره کېږي


د بنګله دیش کرکټ بورډ وایي، کرونا ویروس خپراوي څخه دې مخنیوي په موخه نه غواړي سږ کال د یاد هېواد کورنۍ لېګ یا بي‌پي‌اېل سیالۍ ترسره کړي.

د یاد بورډ مالوماتو له مخې به دغه لېګ د سږ کال پر ځای په را روان ۲۰۲۱ میلادي کال کې ترسره شي.

تر دې وړاندې داسې ویل کېدل چې دغه لېګ به له بنګله دېش هېواد څخه بهر په کوم بل بهرني هېواد کې ترسره شي. خو د بورډ غړو دا خبره رد او دایي هڅې شایعات وبلل:

هغه خبرونه چې ګواکي بي پي ال به په کوم بل هېواد کې ترسره شي ټولې اوازې او شایعات دي ځکه مونږ دومره امکانات نه لرو چې دغه لېګ په بل هېواد کې تر سره کړو.

بنګله‌دېش لېګ د نړۍ یو له مشهور لېګونو څخه دی چې د نورو هېوادونو لوبغاړو تر څنګ د افغانستان لوبغاړي هم په کې لوبېږي.

. وياند

دا هم ولولئ

افغانستان او افغانانو ته ستر ویاړ

د بیګ باش لېګ بورډ ویلي، د نړۍ شل اورویزو لوبو غوره او لومړی نمبر …