کور پانه / خبرونه / بریټانیا کې انسانانو ته د کرونا ضد واکسین ازمایښت پیل شو

بریټانیا کې انسانانو ته د کرونا ضد واکسین ازمایښت پیل شو

د بریټانیا ځایي رسنۍ وایي، دغه هېواد کې د لومړي ځل لپاره انسان ته کرونا ویروس ضد واکسین ازمایښت پیل شو.

د اکسفورډ پوهنتون ساینس پوهانو تېره ورځ د کرونا یروس ضد واکسین لومړنۍ رضا کارې ته ورکړ.

د غه واکسین چې د اکسفورډ پوهنتون یوې څېړنېزې ډلې جوړ ګړی لومړی به څلور رضا کارانو ته او وروسته به نورو خلکو ته ورکول کېږي.

دغې ډلې تر دې وړاندې هم د مرس په نوم ساري ویروس لپاره واکسین جوړ کړی و.

یو شمېر نورو هېوادونو هم لکه ایټالیا، بلجیم او جرمني په ګډه د کرونا ویروس بل واکسین باندې کار کوي او په نژدې راتلونکې کې به یې ازمایښت پیل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مهاله له ۲۷ لکو څخه زیات کسان په دغه ویروس اخته شوي او له ۱۵۰ زور څخه زیات کسان بیا د دغه ویروس له امله مړه شوي دي.

. موسی وياند

دا هم ولولئ

صالح: د پلیټونو په ویش کې به ۳۹ شمېره د تل لپاره پاکه شي

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، د پلیټونو ویش پر مهال خلک د ۳۹ …